ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټولګټو وزارت: تر دوو درېيو ورځو به د سالنګ په ګډون تړل شوې لارې پاکې کړو

د دغه وزارت مالي مرستيال احمدشاه وحيد نن په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې سختو واورو د غور، باميان او دايکنډي ولايتونو ټولې لارې تړلې دي.

خو هغه وويل، د سيمې خلک به ځکه له ستونزو سره مخ نه شي، چې د دغو ولايتونو لارې به تر دوو يا درېيو ورځو ډېرې بندې پاتې نه شي.

د هغه په وينا، که څه هم دغه وزارت د واورو پاکولو پوره تجهيزات په واک کې لري، خو د سختې واورې او توپان له امله دغه چاره ځنډېدلې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د باميان او ميدان وردګو ولايتونو چارواکي د لارو بندېدو په منلو سره پژواک خبري اژانس ته ويلي، چې د ميدان وردګو په موشکي کوتل او د باميان او دايکنډي په قوناق او شاتو کوتلونو کې، چې تېره ورځ له ١٣٠ څخه زيات مسافر په واورو کې ګېر پاتې و، د شپې تر را رسېدو مخکې د دوى په هڅو او د خلکو په مرسته ژغورل شوي دي.

له بلې خوا د افغانستان شمال ته غځېدلې لويه لاره د سالنګ په برخه کې له تېرو دوو ورځو راهيسې د ترافيکو پر مخ تړلې ده.

د فوايد عامې وزارت مالي مرستيال وويل، چې په سالنګونو کې د سختې واورې او توپان له امله څه په سترګو نه ښکاري، د هوا درجه منفي ٢٥ ته راټيټه شوې او په شمالي سالنګ کې د واورې کچه درې مترو ته رسېږي.

دى وايي: ((که سبا واوره يا توپان نه وي، نو د يوې ورځې په اوږدو کې به دغه لاره د ترافيکو پر مخ پرانيستل شي.))

د سالنګونو لويه لار، چې په غرونو کې له اوږده تونل څخه تېريږي، د هېواد مرکز له نهو شمالي ولايتونو سره نښلوي، د واورو او توپان له امله تېره جمعه د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.

د فوايد عامې وزارت مرستيال وويل، چې په جنوبي او شمالي سالنګ کې سختې واورې ښويېدلې دي.

د ده په خبره، سږ کال دغه وزارت له دې لارې د تلونکو مسافرو د خونديتوب لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار اخيستى دى.

وحيد وويل، چې له همدې امله سږ کال د لويو لارو په اوږدو کې د واورې د اورېدو او ښويېدو له امله چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

نوموړي څرګنده کړه، چې په سالنګونو کې د برفکوچونو د مخنيوي لپاره دغه وزارت د توپونو له فير نه په ګټه اخيستو، مصنوعي برف کوچونه رامنځته کوي، ترڅو له لارې تېرېدونکي وسايط او مسافرين په خوندي ډول تګ راتګ وکړي.

د ويلو ده، چې د ١٣٨٨ کال د سلواغې په مياشت کې په سالنګ کې د واورو ښوويېدو له امله لسګونه مسافرين مړه او ټپيان شوي وو، خو تر هغې وروسته د فوايد عامې وزارت د ژمي په موسم کې د مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره کلک احتياطي ګامونه پورته کړي دي.

 

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.