Language

ملي اردو د هرات له سېلاب ځپلو سره بېړنۍ مرسته وکړه

هرات ښار (پژواک ١٦ سلواغه ٩١): ملي اردو په هرات ښار کې له سېلاب ځپلو کورنيو سره د ژمنيو او خوراکي توکو مرستې وکړې.

په هرات کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول ډګروال نجيب الله نجيبي د سلواغې په ١٦مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن يې د هرات ښار په نواباد سيمه کې له ۱۵۰ سېلاب ځپلو کورنيو سره مرسته وکړه.

د هغه په وينا، په دغو مرستو کې کمپلې، ژمني کالي، بوټونه او خوراکي توکي شامل وو، چې شاوخوا يو زر تنه ترې برخمن شول.

يوه سېل ځپلي ضياءالله په دغو مرستو خوښي وښوده او زياته يې کړه، چې دوى لا ډېرو مرستو ته اړتيا لري، چې ولايتي چارواکي او مرستندويه موسسې يې بايد ورسره وکړي.

نوموړي زياته کړه، چې دغه راز يې په ګذره ولسوالۍ کې د هغه کانال دېوالونه په بېړني ډول ورغول، چې اته کلي يې له امله د سېلابونو له ګواښ سره مخ وو.

د هغه په وينا، د سېلابونو او اورښتونو له امله يې د کور ټول شته له لاسه ورکړي او اوس هېڅ نه لري.

د يادونې ده، چې تېره ورځ د سېلابونو او اورښتونو له امله په هرات او بادغيس ولايتونو کې دوه تنه مړه او اووه نور ټپيان وو.

Related Topics