Language

هرات ته نوى امنيه قوماندان وټاکل شو

هرات ښار (پژواک ١٦ سلواغه ٩١): په هرات ولايت کې له يو شمېر نا امنيو او اختطافونو وروسته او د سوداګرو د اعتراضونو په پايله کې دغه ولايت ته نوى امنيه قوماندان وټاکل شو.

په دې وروستيو کې په هرات کې د نورو نا امنيو ترڅنګ د تښتونو او اختطافونو پېښې هم زياتې شوې، تېره اونۍ د يوه سوداګر ٩ کلن زوى تر تښتولو وروسته ووژل شو.

د دغه ولايت سوداګرو له تېرو څلورو ورځو راهيسې پر احتجاجونو او اعتراضونو لاس پورې کړى و او نن پاى ته ورسېدل.

کورنيو چارو وزارت وروسته له دغو پېښو سمونوال رحمت الله ساپى دغه ولايت ته نوى امنيه قوماندان وټاکه.

د هرات پخوانى امنيه قوماندان سيد عبدالغفار سيد زاده، يوه نيمه مياشت مخکې د خلکو د اعتراضونو له امله کابل ته ستون شو او بېرته ور ونه ګرځېد.

د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال نورخان نېکزاد د سلواغې په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پخواني امنيه قوماندان استعفا کړې او پر ځای يې د کورنيو  چارو وزارت    بل افسر سمونوال رحمت الله ساپى ټاکل شوى دى.

د هغه په وينا، ساپى تر اوسه هرات ته نه دى راغلى او نوموړي تر دې مخکې د هرات د سرحدي پوليسو د قوماندان په توګه دنده ترسره کوله.

Related Topics