مزارشريف ( پژواک ١٦ سلواغه ٩١ ) : په مزارشريف کې په لومړي ځل د يوې غير دولتي موسسې لخوا د ښځو لپاره ځانګړی ښوونيز مرکز پرانيستل شو.
د ياد مرکز مشرې شميمه نادري د سلواغې په ۱۶مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه مرکز کې په لومړي ځل د مېرمنو لپاره په ځانګړې توګه د زده کړو اسانتيا برابره کړای شوې ده.
نوموړې زياته کړه، چې په ياد مرکز کې د عادي ښوونيزو کورسونو تر څنګ، کتابتون، د کمپيوټر زده کړې او د انټرنټ زده کړې هم شاملې دي.
د هغې په وينا ، تر دې دمه يې ۳۰۰ کسان په بېلا بېلو برخو کې ثبت کړي؛ خو دمګړی ۱۲۸ زده کوونکي لري.
شميمې وويل، چې دوی له شخصي او دولتي پوهنتونونو څخه محصلينې، له ښوونځيو څخه زده کوونکې او له دولتي ادارو څخه ښځينه کار کوونکې د زده کړو لپاره جذبوي.
نوموړې زياته کړه، چې دغه مرکز له تېرو دوه مياشتو راهيسې په مزارشريف ښار کې فعاليت کوي، چې نن يې د پرانيستې تر څنګ د انټرنټ د زده کړې په برخه کې ۳۰ کسان فارغين هم ورکړل.
د هغې په وينا، دغو زده کوونکو په تېره يوه مياشت کې د انټرنټ د کارولو په اړه زده کړې تر لاسه کړې.
شميمې وويل، چې دوی په دعه مرکز کې د ډېر کم فيس په بدل کې د نجونو لپاره د زده کړو اسانتياوې برابرې کړې دي.
په مزارشريف کې د مدنې ټولنې غړې ساينا، په دغه ښار کې د ښځو د ځانګړي ښوونيز مرکز پرانيسته د ښځو د زده کړو په برخه کې ستر ګام بولي.
نوموړې زياته کړه : ((لا هم زموږ په ټولنه کې د ځينو دودونو د پر ځای کولو له امله يو شمېر کورنۍ خپلې خويندې له هلکانو سره ګډ درس ويلو ته نه پرېږدي.))
د هغې په وينا، دغه مرکز به د دغه ډول نجونو لپاره د زده کړو ښه اسانتيا برابره کړي.
د ياد مرکز د انټرنټ کارولو له مياشتني کورس څخه فارغې شوې شهلا پژواک اژانس ته وويل، چې د ياد مرکز په جوړېدو خوشحاله ده.
نوموړې زياته کړه، چې کورنۍ يې په نورو کورسونو کې د زده کړو اجازه نه ورکوله؛ خو د ياد کورس په اړه يې له معلوماتو وروسته اجازه ورکړه.
د هغې په وينا، د دې په څېر به ډېرې نجونې وي، چې د مزراشريف ښار په چاپيريال کې ورته د زده کړو زمينه نه وي برابره؛ خو په دغه مرکز کې يې په اسانه تر لاسه کولی شي.
د ښځو د ځانګړي روزنيز مرکز مشرې نادري وويل، چې دوی هڅه کوي، چې د شمال زون په نورو ولايتونو کې هم ورته مرکزونه جوړ کړي.