Language

په هرات کې د سوداګرو پنځه ورځنى کاربنديز پاى ته ورسېد

هرات ښار (پژواک ١٦ سلواغه ٩١): د هرات سوداګرو او د نورو صنفونو غړو، چې په دغه ولايت کې يې د يوه سوداګر د زوى له تښتولو او وژلو وروسته په کاربنديز لاس پورې کړى و، نن يې پاى ته ورساوه.

په هرات کې تېره پنج شنبې د علي سينا نورزي په نوم د يوه سوداګر زوى انسان تښتوونکو وتښتاوه او وروسته يې وواژه، چې مړى يې پوليسو په انجيل ولسوالۍ کې وموند او بيا يې کورنۍ درې ورځې د اعتراض په توګه خاورو ته نه سپاره.

د هرات د سوداګرۍ خونې مرستيال رييس فيروز الاف نن (د سلواغې ١٦ مه) په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د خلکو غوښتنو او ورځنيو ستونزو ته په پام سره به سر له سبا خپلو کارونو بېرته پيل کړي.

نوموړي زياته کړه: ((خو له دولته لا هم په ټول ځواک د وروستيو اختطافونو عاملينو ته د سختې جزا او اعدام غوښتنه کوو.))

د هرات د صرافانو اتحاديې مشر حاجي عبدالله حبيب دشتي وويل، چې د خلکو امنيت او د عدالت پلوي کول د حکومت دنده ده، چې بايد سرته يې ورسوي.

نوموړي زاته کړه: ((که دولت انسان تښتوونکي ونه نيسي او سزا ور نه کړي، موږ بيا هم کرار نه کېنو او دوامداره لاريونونه به پيل کړو.))

د هغه په وينا، همدا اوس هم د صرافانو د کورنۍ درې غړي د انسان تښتونکو په منګولو کې دي، چې يو يې دوه نيم کلن ماشوم دى او ۲۶ ورځې د مخه تښتول شوى دى.

د يادونې ده، چې امنيتي چارواکو د وژل شوي ماشوم د وژنې په تور د نهو تنو د نيولو خبر ورکړى، چې دوه په کې ښځې دي.