Language

د افغانستان،پاکستان او د نړي د ځينو اسلامي هيوادو د عالمانو غونډه جوړيږي

کابل(پژواک١٧سلواغه٩١): د افغانستان او پاکستان ولسمشرانو هيله څرګنده کړه،چې د افغانستان، پاکستان او د نړي د يوشمير اسلامي هيوادونو د ديني عالمانو ګډه غونډه به د روان کال په مارچ کې په کابل کې جوړه شي.  د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي ، چې  يادو ولسمشرانو دغه هيله د  افغانستان، پاکستان او برېتانيا هېوادونو د مشرانو په غونډه کې چې تېره ورځ په لندن کې جوړه شوه ، څرګنده کړه .

سرچينه وايي، چې په دغه کنفرانس کې به  د ګاونډيو هيوادونو پر ديني عالمانو  سربيره د نړۍ د يوشمير اسلامي هيوادونو مشهور عالمان هم ګډون وکړي.

د دغې غونډې وړانديز درې مياشتې مخکې شوى و او په پام کې وه، چې دې  غونډه  کې د دواړو هېوادونو ديني پوهان د افغانستان جګړه او ځانمرګي بريدونه د اسلامي حکومونو په رڼا کې وڅېړي.

ټاکل شوه وه، چې دغه  غونډه د تېرې مياشتې (جنورۍ) په اوږدو کې جوړه شي ، خو د نا څرګندو دلايلو له مخې ځنډېدلې ده .

د يادولو ده، چې تيره ورځ د افغانستان دسولې د عالي شورا يوتن غړي محمد اسماعيل قاسميارپژواک ته ويلى و ،چې د افغانستان د سولې عالي شورا پلاوى به په نږدې راتلونکي کې د يادې غونډې په اړه اسلام اباد ته سفر وکړي، ترڅو د يادې غونډې پر اجنډا، د غړو د نومونو پر نوملړ او د جوړېدو پر نېټې يې بحث وکړي.

Related Topics