جلال اباد (پژواک ١٧سلواغه،٩١) : د نورستان د مرکز پارون ښار اړوند د ډيوې کلي ٢٠٠ کورنۍ د اوبو له خطر څخه وژغورل شوې.
د نورستان امنيه قوماندان مل پاسوال غلام الله خان نورستانى وايي، چې د نورستان په مرکز پارون کې واورې ښويېدنې د سيند د اوبو مخه بنده کړې وه ، چې له امله يې دغه سيند ته نږدې د ډيوې په نوم د کلي اوسېدونکي بند پاتې او د ډبېدو له ګواښ سره مخ وو .
هغه زياته کړه ، چې د ولايتي ادارې او ځايي اوسيدونکو په ملتيا د سيند مخه خلاصه او ياد کلى په اوبو کې له ډوبيدو څخه وژغورل شو .
نوموړي د سلواغې په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرو درېيو ورځو راهيسې په دغه ولايت کې سخته واوره ورېدلې او د څلورو ولسواليو لارې يې هم بندې کړې دي.
د نوموړي په وينا، د پارون اړوند د ډيوې کلي د ٢٠٠ کورنيو سلګونه اوسېدونکي اوبو را ايسار کړي وو، خو ډېر ژر يې د ژغورنې چارې پيل شوې، چې خلک يې له خطره خلاص شول.
د ده په خبره ، که چېرې تر نن مازيګره اوبو لاره نه واى پېدا کړې، ښايي په سلګونه خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړى واى.
د نورستان د ولايتي شورا نوى مرستيال امان الله عنايت الرحمن هم وايي، چې ياده ستونزه هواره شوې .
د يادونې ده، چې هر کال په نورستان او بدخشان ولايتونو کې د واورې ښويېدنې پېښې رامنځته کېږي، چې له امله يې ولسي خلکو ته پر مالي زيانونو سربېره مرګ ژوبله هم اوړي.