Language

جلال اباد (پژواک ١٧ سلواغه ٩١): د نورستان په مرکز پارون کې واورې ښويېدنې د سيند د اوبو مخه بنده کړې، چې له امله يې دغه سيند ته نږدې د ډيوې په نوم د کلي اوسېدونکي بند پاتې او د ډبېدو له ګواښ سره مخ دي.

د نورستان امنيه قوماندان مل پاسوال غلام الله نورستاني د سلواغې په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرو درېيو ورځو راهيسې په دغه ولايت کې سخته واوره ورېدلې او د څلورو ولسواليو لارې يې بندې کړې دي.

هغه زياته کړه، چې د پارون اړوند د ډيوې کلي د ٢٠٠ کورنيو سلګونه اوسېدونکي اوبو را ايسار کړي، خو که يې ژر د ژغورنې په اړه اقدام ونه شي، ښايي تر مازيګر پورې يې اوبه غرق کړي.

دى وايي، د سيند مخې ته برف کوچ راغلى، د سيند د اوبو مخه يې نيولې او اوبه ټولې د کلي په لور ځي.

د نورستان امنيه قوماندان وويل، چې پوليس سيمې ته رسېدلي، خو دوى داسې وسايل په لاس کې نه لري، چې دغه خلک وژغوري.

د نورستان د ولايتي شورا رييس امان الله عنايت الرحمن هم ياده ستونزه تاييدوي او له مرکز څخه يې وغوښتل، چې په بېړنۍ توګه دې د خلکو د ژغورنې لپاره هڅه وکړي.

د پارون يو اوسېدونکى خشم الله وايي، د ډيوې کلى چې شاوخوا دوه سوه کورنۍ په کې اوسېږي، د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

دى په مرکزي دولت غږ کوي، چې له دوى سره دې مرسته وکړي او د ډيوه د کلي د اوسېدونکو د ژغورنې لپاره دې له الوتکو کار واخلي.

د يادونې ده، چې هر کال په نورستان او بدخشان ولايتونو کې د واورې ښويېدنې پېښې رامنځته کېږي، چې له امله يې ولسي خلکو ته پر مالي زيانونو سربېره مرګ ژوبله هم اوړي.

 

Related Topics