هرات ښار (پژواک ١٧ سلواغه ٩١): چارواکي وايي، چې د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په عملياتو کې دوه طالبان او دوه ښځې وژل شوي او درې ماشومان ټپيان دي.
د شينډنډ امنيه قوماندان سمونوال غلام سخي حسيني د سلواغې په ١٧مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه د شينډنډ ولسوالۍ په قلعه ولي سيمه کې د ملي اردو او امريکايي ځانګړو ځواکونو له خوا ګډ عمليات ترسره شول.
د هغه په وينا، په دغو عملياتو کې، چې يو ساعته نښته هم په کې رامنځ ته شوه، د يو طالب په کور کې دوه طالبان او دوه ښځې ووژل شوې او درې ماشومان، يو د ملي اردو سرتېرى او يو د امريکايي ځانګړو ځواکونو سرتېرى ټپيان شول.
نوموړي زياته کړه، چې ماشومان د وسلوالو طالبانو پر ډزو ټپيان شوي او دغه مهال د ايساف ځواکونو په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
د هرات په ولايتي شورا کې د شينډنډ ولسوالۍ استازي تورمحمد ظريفي پژواک اژانس ته وويل، چې په دغو عملياتو کې هوايي بريد هم ترسره شوى او زياتوي چې وژل شوي او ټپيان ټول ملکي وګړي دي.
د سيمې يو قومي مشر حاجي لعل محمد هم وايي، چې په دې پېښه کې وژل شوي او ټپيان ټول عام وګړي دي.
ايساف ځواکونو او وسلوالو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.