ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کارپوهان: د لندن سرمشريزه ګټوره وه

کارپوهان: د لندن سرمشريزه ګټوره وه

کابل (پژواک١٧سلواغه٩١): ځينې افغان کارپوهان د لندن سرمشريزه د نورو ناستو په پرتله ارزښتمنه بولي او وايي ،چې پرېکړې يې د افغانستان، پاکستان او طالبانو په ګټه دي.

تېره ورځ په لندن کې د افغانستان، پاکستان او انګلستان د مشرانو درې اړخيزه ناسته ترسره شوه.

د درېيو هېوادونو مشرانو په افغانستان کې د سولې لپاره د روانو هڅو په برخه کې په خپلو کې د همکارۍ هوکړه وکړه او پاکستان او انګلستان هم په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر  د پرانيستو ملاتړ وکړ.

دغه د افغانستان او پاکستان مشرانو وپتيله، چې تر راتلونکو شپږو مياشتو بايد د افغانستان د سولې بهير جوړجاړي ته ورسېږي.

دوى ويلي، چې دې موخې رسېدو ته به خپلې ټولې اړينې هڅې وکړي.

د انګلستان د لومړي وزير له دفتره په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې درې اړخېزه غونډه کې افغانستان او پاکستان پر دې هم سلا شول، چې تر راتلونکي مني پورې به  په خپلو کې د ستراتېژيکو همکاريو سند برابر کړي.

يو شمېر افغان کارپوهان  وايي، چې د لندن ناسته په افغانستان کې د ټولو ښکېلو خواوو په ګټه وه.

سياسي کارپوه عبدالکبير رنجبر وايي، دا ناسته ځکه مهمه وه، چې جدي هڅې پکې په پام کې ونيول شوې.

د رنجبر په وينا، تر دې وړاندې به خبرې وې، خوپايلې به يې معلومې نه وې، که څه هم چې ددې اقداماتو پايلې هم تراوسه څرګندې نه دي، خو لږ ترلږ ه اقدامات په نښه شوي دي.

 دى وايي ، چې په شپږو مياشتو کې  د سولې جوړ جاړى کېداى شي، خو که پاکستان رېښتينى شي.

 دده په باور، لندن د نږديو اړيکو له امله کولى شي اسلام اباد د افغانستان په سوله کې همکارۍ ته وهڅوي.

رنجبر وويل، چې په دې ناسته کې طالبانو ته د قطر دفتر پر سر هوکړه، هم د طالبانو او هم د پاکستان په ګټه ده.

هغه په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر د پرانيستې په  اړه زياته کړه:”دا(طالبان) يو نظامي حرکت وو او اوس موږ هغه په سياسي حرکت بدلوو او ورته رسميت ورکوو، دا لويه لاسته راوړنه ده هم د طالبانو لپاره او هم د پاکستان لپاره، ددې لپاره چې دا دواړه نه بېلېدونکي دي.”

سياسي کارپوه احمد سعيدي وايي، چې لندن کې د درېيو هېوادونو د مشرانو ناسته په درېيو دليلونو د نورو ناستو  په پرتله ډېره ارزښتمنه وه.

سعيدي وويل، چې له دې غونډې هم افغان دولت، هم پاکستان او هم  طالبان لاسته راړونه لري.

دده په خبره ، طالبان لېوال دي، چې خوځښت يې په رسميت وپېژندل شي او دا چې په ياده سرمشريزه غونډه کې  قطر کې طالبانو ته د دفتر له جوړېدو ملاتړ وشو، نو دا کار به طالبانو ته په نړيواله کچه رسميت ورکړي.

دده په خبره ، افغان دولت ته ځکه دا ناسته د ارزښت وړ وه ، چې درېيو لوريو او په ځانګړې توګه پاکستان تر راتلونکو شپږو مياشتو په افغانستان کې د سولې د يوه جوړجاري د رامنځته کولو د هڅو ډاډ ورکړ.

سعيدي وايي، چې د افغانستان په سوله کې د پاکستان هڅې پردې پورې تړلې دي ، چې دغه هېواد له افغانستان سره د ستراتيژيکو همکاريو تړون د لاسليک له لارې کولى شي، د ډيورنډ کرښه پر افغانستان په رسميت وپېژني.

د ډيورنډ کرښه په ١٨٩٣ کال کې رامنځته شوه ، چې د افغانستان يوه برخه يې د وخت پر بريتانوي هند پورې وتړله ، خو افغانستان هېڅکله دغه کرښه په رسميت نه ده پېژندلې .

سعيدي وويل، چې د افغانستان لخوا ډيورنډ کرښې په رسميت پېژندل د پاکستان پخوانۍ غوښتنه ده، چې اوس به د دواړو هېوادونو د ستراتيژيک تړون په لاسليکېدو سره پوره شي.

د سعيدي په خبره ، پاکستان ته ددې ناستې ارزښت په دې کې و، چې افغان ولسمشر په کې له پاکستان سره د ستراتيژيکو همکاريو د تړون لاسليک ته چمتوالى ښودلى دى.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت هم تېره يکشنبې وويل، چې افغانستان له پاکستان سره د ستراتيژيکو همکاريو غوښتونکى دى، خو مخکې له دې بايد په ځينو لومړيتوبونو کې د پاکستان په همکارۍ پرمختګ وشي. 

سعيدي وويل ، چې د بين الدول د حقونو له مخې ستراتيژيک تړون د هغو هېوادونو ترمنځ لاسليک کېږي، چې يو له بل سره سرحدي ستونزه ونه لري، په داسې حال کې ، چې افغانستان د ډيورنډ کرښه په رسميت نه ده پېژندلې.

د سعيدي په خبره د بين الدول د حقونو له مخې، ستراتيژيک تړون دې کرښې ته ځکه رسميت ورکوي، چې دواړه لوري به په دې ډول تړون کې ژمنه کوي، چې يو د بل خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا به په رسميت پېژني.

خو د کابل پوهنتون استاد ودير صافى بيا وايي ، چې له ستراتيژيک تړون پرته هم د ډيورنډ د کرښې مسئله د افغانستان او پاکستان ترمنځ  فيصله شوې خبره ښکاري.

دى وايي ، چې افغانستان  له پاکستان سره دپلوماتيکې اړيکې لري، سوداګريز او نور  تړونونه يې هم لاسليک کړي دي ، چې د افغانستان لخوا يې د پاکستان  خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا ته پخوا رسميت ورکړى دى.

افغان چارواکو تل ويلي، چې د ډيورنډ کرښه د افغانستان لپاره يوه تاريخي مسئله ده او په دې اړه حکومتونه، نه ، بلکې خلک پرېکړه کولاى شي.

صافي وويل ، چې د لندن درې اړخيزې  ناستې ته ځينې هيلې شته.

ده وويل ، چې د لومړي ځل لپاره د افغانستان او پاکستان ملکي او پوځي  چارواکو سره ګډه ناسته وکړه او د دواړو هېوادونو پر موضوعاتو يې خبرې وکړې.

په دې غونډه کې د افغانستان، پاکستان، او انګستان د مشرانو تر څنګ ددې هېوادونو د دفاع او بهرنيو چارو وزيرانو او دملي امنيت شورا چارواکو هم ونډه درلوده.

صافى هم وايي، چې د لندن د خپلو نږدې ا ړيکو له مخې کولى شي اسلام اباد د افغانستان سولې ته وهڅوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.