Language

د اکمالاتي کاروان يو موټرچلوونکى ووژل شو او ٣ ټپيان دي

هرات ښار (پژواک، ١٨ سلواغه ٩١): د هرات امنيتي چارواکي وايي، د دې ولايت په رباط سنګي ولسوالۍ کې د ايساف ځواکونو پر يوه اکمالاتي کاروان د بريد په ترځ کې يو افغان موټرچلوونکى وژل شوى او درې تنه ټپيان دي.

د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال نورخان نېکزاد پژواک خبري اژانس ته وويل، ياد شوى اکمالاتي کاروان، چې له رباط سنګي څخه د هرات ښار په لور روان و، تېر ماښام د دې ولسوالۍ په خواجه جير سيمه کې د وسلوالو مخالفينو له لوري تر بريد لاندې راغى.

 ده زياته کړه، له بريد وروسته د دواړو لوري ترمنځ نښته وشوه، چې يو ساعت يې دوام وکړ.

دى وايي، په دې پېښه کې يو افغان موټرچلوونکى ووژل شو، درې نور ټپيان شول او درې د تېلو خالي ټانکرونه هم له منځه لاړل.

د نېکزاد په وينا، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې ښه دى.

خو وسلوال طالبان بيا وايي، په ياد شوي بريد کې يې درې موټرچلوونکي وژلي او درې ټانکرونه يې له منځه وړي دي.

تېره اونۍ هم، د همدغې ولسوالۍ په چهل دختران کلي کې وسلوالو طالبانو د ملي اردو دوه سرتېري د ګزمې په حال کې وژلي وو.