Language

د تورخم پولې دواړو غاړوته سلګونه موټر د محصول په تمه ولاړ دي

جلال اباد(پژواک،١٨سلواغه،٩١) : يو شمېر سوداګر شکايت کوي، چې په سرحدي بندر تورخم کې له تېرو دوو اونيو راهيسې يې د پولې دواړو غاړو ته سلګونه لارۍ ولاړې دي، چې د ګمرک مامورين يې نه محصولوي.

دوى پر دولت نيوکه کوي ، چې ترانزيټ يې بند کړى، خو دوى يې په جريان کې نه دي اچولي.

د حاجي صالح محمد په نامه يوه ملي سوداګر د سلواغې په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې له تېرو  لسو ورځو يې په ګمرک کې لسګونه لارۍ ولاړې دي ، خو د ګمرک مامورين يې په وړاندې جدي اقدام نه کوي.

هغه زياته کړه، چې په پېښور کې هم د افغان سوداګرو په سلګونه لارۍ په اډو کې بندې پاتې دي او هېڅوک نه شي کولى، چې خپل مالونه د افغانستان له لارې د منځنۍ اسيا هېوادونو ته وليږدوي.

سوداګر حاجي ګل نظر هم وايي، چې  ډېرى سوداګرو خپل مالونه په پېښور کې درولي ، چې له لويو ستونزو سره مخ دي .

نوموړي پژواک ته وويل : ((موږ خو هلته له خلکو سره قرار دادونه کړي، له هغوى نه مو مخکې پېسې راخيستي او دلته زموږ مالونه خوسا کيږي.))

دى وايي، چې افغان دولت دې د دوى د ستونزې د حل کېدو په موخه غور وکړي.

د حاجي محمد شاکر په نامه يوه بل سوداګر پژواک اژانس ته وويل، چې د سوداګرۍ خونې ترانزيټ بند کړى، خو د حل د لارې چارې په اړه يې دوى ته هېڅ نه وايي.

د ده په خبره، چې په تورخم کې له سلو زياتې لارۍ اوس هم بې سرنوشته ولاړې دي، چې ښايي په راتلونکو دوو درېيو ورځو کې ټول مالونه خراب شي.

دى په مرکزي دولت غږ کوي ، چې د دوى د ستونزې په حل کې دې  ورسره مرسته وکړي، تر څو مالونه يې خراب نه شي.

د هغه په وينا، چې د ميليونونو ډالرو په ارزښت مالونه د پولې دواړو غاړو ته او همداراز د پېښور په مختلفو اډو کې تم دي.

حاجي شاکر وايي :((دولت غواړي له دې لارې پر  پاکستان فشار وارد کړي ،خو فشار په خپله په افغاني تجارانو راځي، نه په پاکستان.))

په تورخم کې د  ګمرک مسوول نثار احمد پژواک اژانس ته تائيدکړه، چې په تورخم کې يې شاوخوا ١٥٠ لارۍ درولې دي.

هغه د لاريو ددرولو لامل د پاکستان په کراچۍ بندرکې د افغاني سوداګرو د لاريو درول په ګوته کړل، تر څو له دې لارې پر پاکستان فشار  وارد شي.

ده زياته کړه : ((هر څوک چې ترانزيټ کوي د بيمې پاڼې به له ځانه سره لري او که چېرې يې ونه لري ولاړې به وي.))

خو دى زياتوي که هر سوداګر وغواړي په داخل د افغانستان کې يې مالونه مصرف شي ، نو دوى کولى شي، چې محصول يې کړي، چې له پخوانيو لاريو څخه يې يوه اندازه محصول کړى هم دى.

ده زياته کړه : (( هغوى د هېواد په داخل کې بازار پېدا کړ او موږ ورته مال محصول کړ.))

نثار احمد وايي، چې پخوا د بيمې دا پاليسي مروجه نه وه، خو اوس بايد سوداګر بيمه ولري،ځکه له مرکز څخه دا امر شوى دى.

د هغه په وينا، يادې لارۍ دوى د اپټا د تړون په اساس درولي او دغه مالونه د پاکستان دي اود افغانستان له لارې د منځنۍ اسيا هېوادونو ته انتقاليږي، نو پکار ده ، چې د بيمې اسناد ولري.

Related Topics