غزني ښار (پژواک ۱۸ سلواغه ۹۱): غزني ښار ته له لرې پرتو ولسواليو راغلي زده کوونکي وايي، چې د نورو کلونو په څېر سږ کال د پوهنې رياست دوى ته وړيا کورسونه جوړ نه کړل او رخصتۍ يې تراوسه بې درسونو تېرې شوې.
دغه زده کوونکي، چې د لسم، يوولسم او دوولسم ټولګيو دي وايي، چې دوى دومره وس نه درلود، چې په خپلو پيسو کورسونه تعقيب کړي او د کانکور ازموينو لپاره ښې تيارۍ ونيسي.
پخوا به هرکال د پوهنې رياست له لوري زده کوونکو ته ژمني کورسونه جوړېدل او له ولسواليو څخه راغلو زده کوونکو ته ليليه ورکول کېده.
د غزني د اندړو ولسوالۍ د شهاب الدين لېسې د يوولسم ټولګي زده کوونکي محمدهاشم پژواک اژانس ته وويل: ((زه په ډېرو مضمونونو کې ستونزه لرم، هلته په ولسوالۍ کې مسلکي ښوونکي نشته، پخوا به دلته ژمني کورسونه د ليندۍ له لومړيو ورځو جوړېدل، خو سږ نه وو.))
د هغه په وينا، که چېرې دوى د ژمي په اوږدو کې کورسونه تعقيب نه کړي، نو له دوى نه به هغه زده شوي درسونه هم هېر شي.
د قره باغ ولسوالۍ د لسم ټولګي يو زده کوونکى محمدانور وايي، چې که ژمني کورسونه جوړ شوي واى، د راتلونکي ښوونيز کال لپاره به يې ښه چمتووالى درلود.
د ده په خبره، ډېرى زده کوونکي د ساينسي مضامينو له زده کړې سره لېوالتيا لري، ځکه چې په کانکور کې زياتره سوالونه دساينسي مضامينو وي.
نوموړي زياته کړه: ((څو ځلې مو د پوهنې رياست دروازه وټکوله، خو هغوى يواځې يوه خبره کوله، چې بوديجه نه لرو.))
شنونکي هم وايي، چې که زده کوونکو ته ژمني کورسونه جوړ واى، نو له زده کوونکو سره به يې ډېره مرسته کړې واى او د هغوى د پوهې د کچې په لوړولو کې به يې مثبت اغېز کړى واى.
د غزني پوهنتون د ښوونې روزنې پوهنځي استاد عنايت الرحمن مايار پژواک اژانس ته وويل، چې ژمني کورسونه کولاى شي په سلو کې ۶۰ سلنه د زده کوونکو د وړتياوو د لوړوالي په کچه کې مرسته وکړي.
نوموړي د پوهنې رياست په چارواکو نيوکه وکړه او زياته يې کړه، چې تېر کلونه به هرکال د زده کوونکو لپاره ژمني کورسونه جوړېدل، چې ځانګړې بوديجه به ورته راتلله، خو سږ کال نه دي جوړ شوي.
دى وايي: (( په غزني کې اداري فساد خپل اوج ته رسېدلى، هغه پيسې چې په کورسونو يې ورکوي، اوس يې جېبونو ته اچوي.))
خو د غزني د پوهني رياست چارواکي وايي، چې دوى سږ کال دومره بوديجه نه درلوده، چې زده کوونکو ته پرې وړيا کورسونه جوړ کړي.
د پوهني رياست وياند غني غالب پژواک اژانس ته وويل: ((سږ کال د غزني د پوهني رياست ته د کورسونو لپاره هېڅ پيسې نه وې راغلې، نو په دې خاطر وځنډېدل.))
د ده په خبره، که چېرته ورته بوديجه راغلې واى، نو دوى به خامخا له لرو پرتو ولسواليو څخه راغلو زده کوونکو ته کورسونه او ليليه جوړه کړې واى.
د يادونې ده، تېر کال نږدې ۱۲ زرو زده کوونکو ته ژمني کورسونه جوړ شوي وو، چې نږدې ۱۱ سوه زده کوونکو يې ليليه هم درلوده.