Language

په جلال اباد ښار کې په زرګونو کيلوګرامه امونيم نايترايت ونيول شول

جلال اباد (پژواک،١٨ سلواغه،٩١) : د ننګرهار امنيه قوماندانۍ د جلال اباد ښار په پنځمه ناحيه کې ٩٤٠٠ کيلو ګرامه امونيم نايترايت نيولي دي .

د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالله ستانکزي د سلواغې په ١٨مه پژواک خبري اژانس وويل، چې تېره شپه ناوخته يې د جلال اباد ښار په پنځمه ناحيه کې ١٨٨ بورۍ امونيم نايترايت نيولي دي.

ده زياته کړه ، چې ددغو امونيم نايترايت په تړاو يوتن هم نيول شوى دى.

د نوموړي په خبر، چې د هېواد د دښمنانو له خوا دغه امونيم نايترايت د سمټو په بوريو کې ځاى پر ځاى شوي وو.

هغه وايي، چې يو بورۍ امونيم نايترايت له لسو نه په زياتو ماينونو کې استعماليږي ، چې په زرګونه افغانان بيا پکې وژل کيږي.

د امونيم نايترايت په تور نيول شوى تن مسلم نوميږي، نوموړي پژواک اژانس ته وويل ، چې ياد توکي يې له پاکستان  څخه د لغمان د پرشغان د کان د کيندلو په موخه راوړي دي.

هغه زياته کړه ، چې د ټېلر چلوونکي ته يې ددغو توکو دلېږدولو په موخه څلور سوه زره کلدارې ورکړې وې، خو په جلال اباد کې د پوليسو لخوا ونيول شو.

نوموړى زياتوي، دا يې لومړى ځل دى ، چې دغه توکي يې له پاکستان څخه راوړي دي.

همدا راز امنيه قوماندان وويل چې بيګاه شپه يې درې تنه وسلوال غله ، چې په سره رود ولسوالۍ کې يې له يوه کوره غلا کوله، نيولي چې په امنيه قوماندانۍ کې ترې پوښتنې روانې دي.

د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې  جلال اباد ښار او مرکز ته په يو شمېر نږدې پرتو ولسواليو کې غلاوې او غلچکي بريدونه زيات شوي، چې له امله يې له پنځو زيات کسان وژل شوي او له لسګونو کورونو څخه  غلاوې شوې دي.

Related Topics