Language

په هرات کې د يو خاوند او ښځې مړي موندل شوي

هرات ښار (پژواک ١٨ سلواغه ٩١) : چارواکي وايي، چې په هرات ښار کې د يوه سړي او د هغه د مېرمنې مړي د پوليسو له خوا موندل شوي دي.

د هرات د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سيداحمد محمدي د سلواغې په ١٨ مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېر ماښام د هرات ښار په پنځمه ناحيه کې په يوه کور کې دغه مړي موندل شوي دي.

د هغه په وينا، له پېښې سره د تړاو په تور يې يو تن نيولى، چې دا مهال تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دى.

نوموړي زياته کړه، چې له لومړنيو څېړنو ښکاري، چې دغه پېښه د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځه ته شوې ده.

د هرات د ښاري څارنوالۍ رييس څارنمل ګل احمد رامش پژواک اژانس ته وويل، چې ياده مېرمن او مېړه په چړو وهل شوي  او دا مهال يې مړي عدلي طب ته د نور څېړنو په موخه لېږلي دي.

په هرات کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مسوول عبدالقادر رحيمي په هرات کې د ښځو د وضعيت په اړه اندېښنه وښوده او زياته يې کړه، چې سږ کال له بل هر وخته د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى ډېر شوى دى.

د هغه په وينا، د روان لمريز کال له پيله تراوسه په دغه ولايت کې ٢٤ ښځې وژل شوي او ٤٤ تنو يې ځان وژنه کړې ده، چې د تېر کال په پرتله ډېروالى په کې راغلى دى.

Related Topics