اسعداباد (پژواک، ١٨ سلواغه ٩١): د کونړ چارواکي وايي، د دې ولايت په شيګل ولسولۍ کې د زياتو بارانونو او وارو ورښت څلورو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د کونړ د شيګل ولسوال ظاهر ساپي د سلواغې په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولسوالۍ د پاملام په کلي کې پر يوه کور د زيات ورښت له امله يو کمر راښويېدلى دى.
د ده په خبره، په دې پېښه کې د يادې کورنۍ يوه مېرمن مړه شوې او د خاوند په ګډون يې دوه ماشومان ټپيان دي.
ساپى وايي، دا چې دا کلى له ولسوالۍ نه په ډېر لرې واټن کې پروت دى، نو ځکه يې په اړه زيات جزئيات په واک کې نه لري.
د پېښې له ځايه د اسلام الحق په نوم يو تن پژواک سره په خبرو کې ياده پېښه تاييد کړه او زياته يې کړه، چې له رېيو ورځو راهيسې پرله پسې بارانونو د خلکو ورځنۍ چارې ټکنۍ کړې دي.