مزارشريف (پژواک ١٩ سلواغه ٩١): په افغانستان کې د امريکا سفير وايي، چې د امريکا متحده ايالات په افغانستان کې د ۲۰۱۴کال په ټاکنو کې له کوم مشخص کانديد څخه نه، بلکې د ټاکنو له پروسې څخه ملاتړ کوي.
په کابل کې د امريکا سفير جيمز کنينګهم James B. Cunningham په مزارشريف کې د بلخ له والي عطامحمد نور سره په ګډه خبري ناسته کې وويل، چې د ۲۰۱۴ کال ټاکنې د افغانستان د راتلونکي لپاره خورا مهمې دي.
دغه ناسته، چې د سلواغې په ۱۹مه، د بلخ ولايت په مقام کې تر سره شوه، دواړه لوريو، د تېرو کلونو د لاس ته راوړنو په ساتنه، د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو، چې بايد رڼې او عادلانه تر سره شي، د سولې پروسې، د طالب مشرانو د خوشې کېدو او د اداري فساد د مخنيوی په اړه خبرې وکړې.
د امريکا سفير جيمز کنينګهم وويل، چې په افغانستان کې ډېرې خواوې غواړي، چې راتلونکې ټاکنې رڼې او عادلانه تر سره شي.
نوموړي زياته کړه: ((ملګري ملتونه،دافغانستان حکومت، پارلمان، د افغان حکومت اپوزيسون او داسې نورې خواوې د رڼو او عادلانه ټاکنو په هيله دي.))
د هغه په وينا، د امريکا متحده ايالات هم په دې هڅو کې دی، چې دغه هيله پوره شي.
د امريکا سفير وويل، چې دوی اورېدلي، چې تېرو ټاکنو په ځينو ولايتونو کې ستونزې لرلې؛ خو دا ځل به دوی خپل ټول امکانات په کار واچوي، چې راتلونکې ټاکنې د تېرو ټاکنو په څېر نه وي.
نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې د امريکا ولسمشر ويلي، چې د افغانستان په راتلونکو ټاکنو کې د کوم مشخص کانديد ملاتړ نه، بلکې د ټاکنو د پروسې ملاتړ کوي.
نوموړي د ټاکنو د شکايتونو په کمېسيون کې د دوه بهرنيانو شتون افغان دولت پورې تړلې مسئله وګڼله او زياته يې کړه، چې د ټاکنو څارنه له بېلا بېلو لارو څخه کېدلی شي.
خو د بلخ والي عطا محمد نور د ټاکنو د شکايتونو په کمېسيون کې د دوه بهرنيانو پر شتون ټينګار کاوه، چې له دې لارې ممکن شکايتونه ښه وڅېړل شي.
نور همداراز د ټاکنو د تېرو کارتونو کارونه، په راتلونکو ټاکنو کې درغلۍ ته د زمينې برابرولو يوه پلمه وګڼله او په پوره توګه يې د نويو کارتونو وېش اړين وباله.
د هغه په وينا، ناامني هم د راتلونکو ټاکنو له سترو خنډونو څخه ده، چې افغان دولت يې بايد مخنيوی وکړي.
همداراز د بلخ والي د پاکستان لخوا د طالب مشرانو د خوشې کېدو هر کلی وکړ؛ خو اندېښنه يې وښوده، چې د يو ميکانېزم له مخې بايد خوشې کړای شي، چې د دې وېره نه وي، چې بېرته به جګړې ته مخ وګرځوي.
د امريکا سفير جيمز هم په دې اړه اندېښنه وښوده، چې د پاکستان لخوا خوشې کېدونکي طالب مشران به له خوشې کېدو وروسته بېرته له مخالفينو سره نه يو ځای کېږي.
خو نوموړي بيا دغه مسئله د پاکستان او افغانستان تر منځ خبرو اترو پورې تړلې وګڼله.
د امريکا سفير وويل، چې د امريکا متحده ايالات به له ۲۰۱۴ کال وروسته هم له افغانستان سره د دغه هېواد د ستونزو په حل کې اوږه په اوږه په هراړخيزه توګه همکاري کوي.