Language

د بلخ والي د پاکستان  له استخباراتي ادارې سره د ليدنې راپورونه رد کړل

مزارشريف ( پژواک ١٩ سلواغه ٩١ ) : د بلخ والي عطاء محمد نور وايي، چې دی به د هېواد په راتلونکو ټولټاکنو کې يو قوي، تصميم نيونکی او محوري لوری وي.

عطا محمد نور، په افغانستان کې د امريکا له سفير جيمز کنينګهام James B. Cunningham سره د سلواغې په ۱۹مه، په مزارشريف کې په ګډه خبري ناسته کې وويل، چې راتلونکې ټاکنې به د هېواد هراړخيزه فيصله کوي.

نوموړي زياته کړه، که چېرې رڼې او عادلانه ټاکنې تر سره شي، نو افغانستان به د بحران له لوري هم وساتي، عدالت به هم پلی شي او د تېرو لسو کلونو لاس ته راوړنې به هم خوندي پاتې شي.

هغه وويل: ((موږ اعلان کړی، چې په راتلونکو ټاکنو کې به قوي، تصميم نيونکی او محوري رول ولرو.))

نور زياته کړه، چې د دوی همدې اعلان ځينو ته اندېښنې پيدا کړي او هڅه کوي، چې د پروپاګنډ کولو له مخې ده ته اندېښنې پيدا کړي.

نور، هغه اوازې رد کړې، چې ګواکې ده په دې وروستيو کې په دوبۍ کې د پاکستان له استخباراتي کړۍ (ISI) سره کتلي دي.

نوموړي زياته کړه: ((مطبوعات ټول ښه دي؛ خو ځينې پيدا کېږي، چې ماته چپاولګر هم وايي، ميلياردر هم وايي؛ خو چې په اسنادو ولاړې خبرې نه وي؛ په اورېدو نه ارزي.))

د هغه په وينا ، که چېرې د پاکستان هر مقام وغواړي او د افغان حکومت اجازه وي؛ نو دی چمتو دی، چې د افغانستان د امنيت لپاره ورسره ملاقات وکړي.

د بلخ والي وويل، چې هېڅکله يې هم د پاکستان له استخباراتي ادارې سره ملاقات نه دی کړی.

نوموړي زياته کړه، چې دوی سره  خلک ملګري دي او د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ملاتړ لري، نو د ټاکنو په نږدې کېدو سره ځينې د ورته پروپاګنډ لمن نيسي، چې هېڅ اعتبار نه لري.

هغه د رڼو او عادلانه ټاکنو د تر سره کېدو لپاره، نا امني، په ټاکنو کې د پخوانيو کارتونو کارول او د ټاکنو د شکايتونو د عادلانه کمېسيون نشتوالى له ټولو ستر خنډونه وبلل.

د يادونې ده ، چې تېره مياشت په مزار شريف کې د عطاء  محمد نور په ګډون د شمال ټلوالې يو شمېر غړو حاجي محمد محقق، امر الله صالح او جنرال دوستم په يوه غونډه کې د ګډ کانديد وړاندې کولو هوډ څرګند کړى و.

Related Topics