Language

په تورخم کې د دولت دوه وسلوال مخالفين نيول شوي

جلال اباد (پژواک ١٩ سلواغه ٩١): سرحدي پوليسو په تورخم کې د دولت دوه وسلوال مخالفين، چې يوه يې د ښځو جامې اغوستې وې، نيولي دي.

په ننګرهار کې د لومړي زون سرحدي پوليسو د عامه اړيکو مسوول ادريس مومند د سلواغې په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ يې په تورخم کې دوه مخالفين، چې يوه يې د ښځو جامې اغوستې وې، نيولي دي.

هغه زياته کړه: ((يو تن يې د پاکستان تبعه دى او بل يې د لعل پورې ولسوالۍ اوسېدونکى دى.))

د نوموړي په وينا، لومړني معلوماتو ښيي، چې ياد مخالفين د لعل پورې ولسوالۍ رينې پرچاو سيمې ته د ورانکاره کړنو ترسره کولو په موخه روان وو.

همداراز د يو بل خبر له مخې، ادريس مومند زياتوي، چې د اچين په عبدالخېلو سيمه کې يې د هېروينو يو قاچاق وړونکى له دوه کيلوګرامه هېروينو سره يوځاى نيولى دى.

د ده په خبره، ياد کس، چې مخکې يې هم د هېروينو قاچاقبري کوله، د کشفي ارګانونو د راپور له مخې نيول شوى دى.