محمودراقي (پژواک ١٩ سلواغه ٩١): د کاپيسا د تګاب ولسوالۍ مرکز ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو يوه چورلکه غورځېدلې ده.
د کاپيسا د ولايتي شورا مشر محمدحسين سنجني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه جنګي چورلکه نن نږدې غرمه مهال د تګاب ولسوالۍ مرکز ته څېرمه د مهم خېلو په سيمه کې راولوېده.
دى وايي، چې چورلکه د وسلوالو مخالفينو پر ډزو لګېدلې او غورځېدلې ده.
د تګاب د جويبار سيمې اوسېدونکى عبدالرقيب وايي، چې نن له سهار راهيسې په سيمه کې له وسلوالو مخالفينو سره د دولتي او بهرنيو ځواکونو نښته روانه ده او ياده چورلکه هم د نښتې پر مهال راغورځول شوې ده.
دى وايي: “ما وليده چې چورلکه رالوېدلې وه او لمبې ترې پورته کېدې.”
د تګاب امنيه قوماندان سمونوال محمدانور هم د يادې چورلکې رالوېدل تاييدوي، خو وايي تر اوسه نه ده معلومه، چې د تخنيکي ستونزو له امله رالوېدلې او که ډزې پرې شوې دي.
دى وايي، چې په چورلکه کې سپاره کسان د پراشوټ له لارې ځمکې ته راښکته شوي او زيان نه دى ورته رسېدلى.
په کابل کې د ايساف ځواکونو هم منلې، چې په تګاب کې يې يوه چورلکه غورځېدلې ده.
سرچينې زياته کړې، چې دمګړۍ په دې اړه پلټنې کوي.
يادو ځواکونو هم ويلي، چې د لومړنيو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې د دوى سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې دغه چورلکه په راکټي بريد کې راغورځول شوې او ټولې سپرلي يې وژل شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن