Language

په سرپل کې هرکال ٥٠ سلنه ځمکې د اوبو د کمښت له امله نه کرل کيږي

مزارشريف (پژواک ١٩ سلواغه ٩١): د سرپل ولايت کروندګر وايي، چې د کرنيزو اوبو د کمښت له امله هر کال د دغه ولايت ۵۰ سلنه کرنيزه ځمکه له کښت څخه پاتې کېږي.

د دغه ولايت د مرکز اړوند د سيداباد سيمې اوسېدونکي حاجي زعفران پژواک خبري اژانس ته وويل، چې هر کال د خپلو ځمکو د کر لپاره د باران او واورو په تمه وي.

نوموړي زياته کړه، چې په دې سيمه کې د کرنيزو اوبو د کمښت له امله هېڅوک خپله ځمکه پوره نه شي کرلی.

د هغه په وينا، کروندګر مجبور دي، چې د خپلې ځمکې نيمايي برخه يو کال او نيمه نوره بل کال ته وکري.

حاجي زعفران وويل، چې دی په سيداباد سيمه کې ۵۰ جريبه اوبيزه ځمکه لري، چې له تېرو څو کلونو په بشپړه کرولو يې نه دى توانېدلى.

نوموړي زياته کړه، چې پر ځمکو د کښت لپاره اورښتونو ته په تمه وي، که وشي نو يو څه ډېره ځمکه کري، که نه نيمه کري.

د ده په خبره، که چېرې دولت په دغه ولايت کې د ځمکو د خړوبولو ستونزه حل نه کړي؛ نو هر کال له کر څخه پاتې کېدونکې ځمکې به د وخت په تېرېدو په خرابه واوړي.

د دغه ولايت ځيني کروندګر وايي، چې په سرپل کې روان سيندونه ټولې کرنيزې ځمکې نه شي اوبه کولاى.

د سوزمه قلعې ولسوالۍ اوسېدونکي خدای بيردي پژواک اژانس وويل، چې په دغه ولايت کې تر دې د کرنيز اوبو ستونزه ده، چې کروندګر د بارانونو او وارو په تمه ځمکې کري.

نوموړي زياته کړه: ((زه ۳۸ جريبه ځمکه لرم، که کال باراني وي، نو ايله شل جريبه وکرلی شم، کنه له دې ډېره ځمکه مې شاړه پاتې وي.))

د هغه په وينا، په دغه ولايت کې روان سيندونه ډېرې کمې اوبه لري، چې کرنيزې ځمکه په پوره توګه ترې نه شي خړوبېدی.

خدای بيردي وويل، که چېرې دولت د دغه ولايت د شته سيندونو د مهار تر څنګ د بارانونو او واورو اوبه ذخيره کړي؛ نو تر ډېره به د سرپل د کرنيزو ځمکو د اوبو ستونزه حل شي.

د دغه ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولين هم د کرنيزو اوبو د کمښت ستونزه تاييدوي او لوړپوړو چارواکو ته وړانديز کوي، چې د شته ستونزو د هوارۍ لپاره جدي هڅې وکړي.

د سرپل ولايت د کرنې او مالدارۍ رييس محمد جعفر اميرزاده پژواک اژانس ته د دې ستونزې پخلی وکړ، چې د دغه ولايت کروندګر د کرنيزو اوبو د کمښت له امله خپله ټوله ځمکه نه شي کرلی.

نوموړي زياته کړه، چې له دغه ولايت څخه د تور او سپين په نوم دوه سيندونو تېرېږي، چې له لارې يې کرنيزې ځمکې خړوبېږي.

د هغه په وينا، په ژمي کې د دغو سيندونو اوبه يو څه ښې وي؛ خو په اوړي کې، چې د کرنيزو ځمکو د خړوبولو لپاره په کار وي، اوبه يې خورا کمې وي.

اميرزي وويل، چې په سرپل ولايت کې ۶۴۰ زره جريبه کرنيزه ځمکه ده، چې ۲۵۰زره جريبه اوبي، ۳۰۰ زره جريبه يې للمي او پاتې يې باغي ځمکې دي.

نوموړي زياته کړه: ((که چېرې کال باراني وي؛ نو دهقان د ۶۰ فيصده ځمکې په کرلو توانېږي، کنه ۵۰ سلنه ځمکه هم نه شي کرلی.))

د هغه په وينا، په سرپل ولايت کې د اوبو د ذخيرو د نشتوالي له امله د کرنيزو اوبو د کمښت جدي ستونزه رامنځ ته شوې ده.

د کرنې رييس وويل، چې په دغه ولايت کې د روانو سيندونو اوبه د کرنيزو ځمکو د خړوبولو لپاره بسنه نه کوي؛ په کار ده، چې د ورښتونو اوبه ذخيره کړای شي.

نوموړي زياته کړه، چې په دې وروستيو کې دوی د کرنيزو اوبو د ذخيروي سيستم د جوړېدو لپاره ځينې پلانونه جوړ کړي، چې له اړوند وزارت څخه يې د ملاتړ غوښتنه کوي.

د هغه په وينا، د سرپل ولايت ۸۰ سلنه اوسېدونکي د کر او کروندې له لارې خپل ژوند پر مخ وړي، که د ځمکو د خړوب شته ستونزې حل نه شي نو د دغه ولايت اوسېدونکي به له جدي ستونزو سره مخ شي.

Related Topics