Language

په هرات او ننګرهار کې سلګونه پوليس فارغ شول

جلال اباد، هرات ښار (پژواک ١٩ سلواغه ٩١): د جلال اباد او هرات له تعليمي مرکزونو څخه څلور سوه پوليس د يو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

د هرات د ۶۰۶ انصار د پوليسو تعليمي مرکز څخه نن (د سلواغې په ١٩ مه) دوه سوه پوليس د روزنيزې دورې له پاى ته رسيدو وروسته د فراغت بري ليکونه واخيستل.

په لوېديځ زون کې د يادې قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي پژواک اژانس ته وويل، چې په دغو کې سل يې سيمه ييز پوليس وو، چې د پښتون زرغون په ولسوالۍ کې به په دنده وګومارل شي.

د هغه په وينا، سل نور ملي پوليس و، چې په هرات سربېره په فراه، بادغيس او غور ولايتونو کې به په دندو وګومارل شي.

د احمدي په خبره، د يادو پوليسو د روزنې دوره له څلور اونيو تر شپږ مياشتو وه، چې بېلابېلو برخو کې روزنه ورکړل شوه.

د سيدامان په نوم يوه فارغ ۲۷ کلن پوليس پژواک اژانس ته وويل، چې د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې خپله ترسره کوي.

نوموړي زياته کړه: ((خوښ يم چې نږدې يوه مياشت روزنيزه دوره کې ماته په نظامي زده کړو سربېره د اخلاقو او خپلو خلکو سره د بشري مرستو درس راکړل شو.))

دغه راز د ننګرهار د ملي پوليسو د روزنيز مرکز قوماندان سمونوال مفاد خان رحيمزي د سلواغې په١٩ مه پژواک اژانس ته وويل، چې له ياد کورس څخه دوه سوه تنه ساتنمنان، چې څلور مياشتې زده کړې يې کړي فارغ شول او د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې به په دندو وګومارل شي.

نوموړي زياته کړه: ((اوس به دوى د ټولنې خدمت ته وړاندې کيږي، دوى به په مسلکي ډول خپل کارونه پر مخ وړي او هېواد ته به خدمت کوي.))

د هغه په وينا، په دغه روزنيز کورس کې د افغان او بهرنيو ښوونکو له لوري دوى ته زده کړې ورکړل شوې دي.

دى زياتوي، چې په ياد کورس کې ساتنمنان ټول په تخنيکي او تکتيکي مهارتونو سمبال شوي  ، چې په کاري ساحه کې له دوى سره ډېره ښه مرسته کولى شي.

ساتنمن اجمل خان، چې له دغه روزنيز کورس څخه فارغ شوى پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه ١٦ اونيز کورس کې يې ډېرې ښې مسلکي زده کړې کړې دي.

د ده په خبره، وروسته له دې به ده ته په کاري ساحه کې هېڅ ډول مسلکي خنډ نه وي او خپل مسووليت به په ښه ډول ترسره کوي.

نوموړي زياته کړه، چې په دغه کورس کې تر ډېره له خلکو سره په چال چلند هم دوى ته زده کړې ورکړل شوې دي.

د يادونې ده، چې د ننګرهار د پوليسو له روزنيز مرکز څخه تراوسه شاوخو٦٣ زرو څخه زيات پوليس فارغ شوي، چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې پر دندو بوخت دي.