Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ایساف په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو لخوا  دسلګونو ماشومانو دوژلو راپور بې اساسه وباله

کابل ( پژواک ۲۰ سلواغه ۹۱ ) : په افغانستان کې میشتو امریکایي ځواکونو د ملګرو ملتونو هغه راپور رد او بې اساسه یې وباله چې ګوندې ددوی په هوایي بمباریو کې سلګونه افغان ماشومان وژل شوي دي.

څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقوقو د کمیټې په یوه راپور کې راغلي وو، چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو په ځمکنیو او هوایي عملیاتو کې سلګونه ماشومان وژل شوي او سلګونه نور یې ژوندي نیولي دي.

ملګرو ملتونو پر دې وژنو او نیونو ژونه انديښنه څرګنده کړې وه او امریکایي ځواکونو ته یې په دې برخه کې یو شمیر وړاندیزونه ورکړي وو.

خو په افغانستان کې  میشتو ایساف ځواکونه چیې ډیری برخه یې امریکایي ځواکونه تشکیلوي،  د ملګرو ملتونو یاد راپور له حقایقو څخه لرې او بې اساسه بللی  دی.

په کابل کې ددغو ځواکونو مطبوعاتي دفتر لخوا د سلواغې په ۲۰مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، د ملګرو ملتونو دیادې کمیټې راپور غلط دی.

سرچینې زیاته کړې : ((په حقیقت کې ایساف تیر کال د عامو وګړو د مرګ ژوبلې ۴۹ سلنه راټیټه کړې وه، دا ددې څرګندونه کوي چې ایساف د عامو وګړو د ژوند خویتوب ته ژمن دی.))

 ایساف دغه راز ویلي چې ددی په هوایي بمباریو کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې کچه هم په ۲۰۱۲ کال کې تر هغې مخکې کال ۲۰۱۱ په پرتله ۴۰ سلنه راټیټ شوې وه.

دغو ځواکونو زیاته کړې چې تیر کال خپور شوي د ملګرو ملتونو د راپور له مخې دعامو وګړو ۸۴ سلنه مرګ ژوبله د وسلوالو مخالفینو لخوا اوښتې وه.

ایساف وایي چې وسلوال مخالفین له ماینونو څخه کار اخلي او دغه ماینونه بیا پر عامو وګړو چاودنې کوي چې له امله یې ورته مرګ ژوبله اوړي.

دسرچینې د معلوماتو له مخې تیر کال د وسلوالو مخالفینو په بریدونو او چاودنو کې ۳۵۰۰ عام افغانان مړه او ټپي شوي وو.

خو وسلوالو مخالفینو دغه ادعا رد کړې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.