جلال اباد ( پژواک ۲۰ سلواغه ۹۱ ) : په ننګرهار ولایت کې د افغانستان کرکټ بورډ په نوښت د اتصالات چلنچ کپ ترنامه لاندې د کرکټ يو ورځنۍ ولايتي سيالۍ نن د جمعې په ورځ پیل شوې.
د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د سلواغې په ۲۰مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې ددې سیالیو په لومړۍ ورځ ننګرهار بامیانو او زابل پروان ولایتونو ته ماتې ورکړه.
هاغه زیاته کړه چې، د بهسودو پله ته څیرمه د کرکټ په لوبغالي کې دننګرهار او بامیانو ترمنځ لوبه ترسره شوه، ددې لوبې پچه د بامیان لوبډلې وګټله او لومړی یې پخپله لوبه وکړه. د بامیانو لوبډلې په ۲۶ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځیدو ۱۱۸ منډې جوړې کړې.
د بامیان له لوري عزیز ۳۵، اجمل ۲۵ او کشمیر ۲۳ منډې جوړې کړ. دننګرهار له لوري ضمیر خان درې او فرید هوتک دوه لوبغاړي وسوځول.
هوتک وویل چې دننګرهار لوبډله یاد هدف په ډیرې اسانۍ سره په اتلسم اوور کې دیوه لوبغاړي په سوځیدو ترلاسه او لوبه یې وګټله، دننګرهار له لوري نجیب ترکي ۷۶ او نقیب الله ۲۶ منډې جوړې کړې.
د نوموړي په وینا، د غازي امان الله خان په لوبغالي کې د زابل او پروان ولایتونو ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې دزابل په بریا پای ته ورسیده، د زابل لوبډلې پروان ته د ۱۵۰ منډو هدف ورکړی و، خو د پروان لوبډلې یواځې ۱۴۸ منډې جوړې کړې.
تر دې مخکې د بهسودو په کرکټ لوبغالي کې دا ولایتي سیالۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانستل شوې، په دې مراسمو کې د ننګرهار مرستیال والي محمد حنیف ګردیوال، د کرکټ بورډ اجرايیوي رییس ډاکټر نور محمد مراد، د ولسي جرګې غړي شریف الله کامه وال ، دننګرهار ولایت او کرکټ بورډ نورو چارواکو او لوبغاړو برخه اخیستې وه.
مرستیال والي ګردیوال ننګرهار ولایت د کرکټ کور وباله او زیاته یې کړه، چې دا ولایت تل د کرکټ دبیلا بیلو سیالیو د کوربه ویاړ ترلاسه کوي.
هغه زیاته کړه چې دوی به د تل په څیر د افغانستان کرکټ بورډ او کرکټ لوبې سره خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.
د کرکټ بورډ اجرایيوي رییس ډاکټر نور محمد مراد ولایتي سیالۍ په هیواد کې د کرکټ د پرمختګ لپاره مهم وباله او زیاته یې کړه، چې کرکټ بورډ ددې لوبې د ودې لپاره هر ډول اقدامات په لاره اچوي.
د ولسي جرګې وکیل شریف الله کامه وال وویل چې کرکټ د خلکو له مرستې وده نه شي کولی او له ملي سوداګرو یې وغوښتل چې ددې لوبې د پرمختګ لپاره راوړاندې شي.
دا پنځوس اووريزې سيالۍ به د ننګرهار دغازي امان الله خان او بهسودو پله په لوبغالو کې هره ورځ ترسره کېږي او دوه اونۍ به دوام کوي، هره ورځ به دوه لوبې ترسره کېږي .
د کرکټ په دې يو ورځنيو سياليو کې له ټول هېواد څخه د ٢٠ ولايتونو لوبډلې برخه اخلي چې په څلورو ګروپونو وېشل شوي دي.
ددې سياليو په پاى کې به په هر ګروپ کې لومړى مقام ګټونکې لوبـډله د اتصالاتو ايليټ کپ يو ورځنيو سياليو ته لاره پيدا کوي.