Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د تاجکستان پوله ساتونکو يو افغان وواژه او بل يې ټپي کړ

 کندز(پژواک،۲۰سلواغه۹۱): سيمه ييز چارواکي وايي،چې يوافغان د بدخشان ولايت په اشکاشم ولسوالۍ کې،تاجکستان ته د اوښتو پرمهال   وژل شوى او يوبل ټپي دى.

 

د بدخشان د والي وياند عبدالمعروف راسخ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ددوى د معلوماتو له مخې، دغو دوو کسانو غوښتل ، چې نشه يي توکي تاجکستان ته قاچاق کړي، چې تېره ورځ د دغه هيواد د پوله ساتونکو لخوا په نښه شول.

راسخ وايي، چې په دې پېښه کې يوتن وژل شوى او يو بل ټپي شوى دى.

 نوموړى وويل، چې دغه کسان محمد ظاهر او قدرت الله د بدخشان اوسېدونکي وو، چې د تاجکستان پوله ساتونکو يې مړي افغان ځواکونو ته سپارلي دي.

 د بدخشان د والي وياند زياته کړه، چې دوى پلټنې کوي، چې آيا دغو کسانو په ريښتيا نشه يي توکي تاجکستان ته قاچاق کول او که څنګه ، خو ويې ويل، چې ددوى د کشفي معلوماتو پر بنسټ، دغو کسانو له قانوني اسنادو پرته غوښتل، چې له پولې څخه واوړي.

پنځه ورځ مخکې افغان امنيتي ځواکونو خبر ورکړى و، چې د تخار ولايت په دشت قلعه ولسوالۍ کې هم دوه تنه قاچاق وړونکي، چې غوښتل يې تاجکستان ته واوړي، د تاجکستان د پوله ساتونکو لخوا پرې ډزې وشوې، چې يوتن يې ووژل شو او بل يې ټپي شو .

د ويلو ده، چې درې کاله مخکې د روسيې د نشه يي توکو پر وړاندې رييس وېکتور اېوانوف ويلي و، چې په بدخشان ولايت کې د هيرويينو د جوړېدو ٥٠٠ فابرېکې شتون لري، چې د تاجکستان له لارې ، روسيې ته قاچاقيږي،خو د بدخشان چارواکيو دغه ادعا رد کړې وه.

 داېوانوف په وينا، چې په روسيه کې پنځه ميليون وګړي په نشه يي توکو روږدي دي، چې يونيم ميليون تنه يې له هغو نشه يي توکو څخه کار اخلي ، چې له  افغانستان څخه وارديږي.

د روسيې چارواکي وايي، چې هرکال په دغه هېواد کې په نشه يي توکو روږد ٣٠ زره تنه خپل ژوند له لاسه ورکوي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.