Language

اتصالات چیلنج کپ سیاليو کې ننګرهار او پروان خپلې لوبې وګټلې

 جلال اباد (پژواک ۲۱ سلواغه ۹۱): د افغانستان کرکټ بورډ په نوښت د اتصالات چلنج کپ تر نامه لاندې د کرکټ ولایتي يو ورځنیو سیالیو په لړ کې پروان، بامیان او ننګرهار، جوزجان ته ماتې ورکړه.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د سلواغې په ۲۱مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې بهسودو پله ته څېرمه د کرکټ لوبغالي کې د ترسره شوې لوبې پچه د بامیانو لوبډلې وګټله او لومړی يې پروان لوبډلې ته د لوبې بلنه ورکړه.

هغه زیاته کړه، د پروان لوبډلې په ۴۷ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ۲۶۰ منډې جوړې کړې.  د پروان له لوري خالد ۶۸، اطرافي ۵۱ او شیرشیرزي ۳۲ منډې جوړې کړې؛ د بامیانو له لوري شېراز پنځه لوبغاړي وسوځول.

هوتک وایي، د بامیانو لوبډلې یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او ټوله لوبډله یې په ۲۵ اورونو کې په ۱۱۷ منډو وسوځېدله او دغه راز د پروان لوبډلې دا لوبه د ۱۴۳ منډو په توپیر سره وګټله. د بامیانو له لوري شېراز ۴۳ منډې جوړې کړې او د پروان له لوري امان الله پنځه  لوبغاړي او مجتبی دوه لوبغاړي وسوځول.

د غازي امان الله خان په لوبغالي کې د ننګرهار او جوزجان لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې د ننګرهار په بریا پای ته ورسېده.

فرید هوتک وویل چې د دې لوبې پچه جوزجان لوبډلې وګټله، جوزجان په ۳۶ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ۹۹ منډې جوړې کړې او ننګرهار ته یې د ۱۰۰ منډو هدف کېښود؛ د جوزجان له لوري قاری ۲۶ منډې وکړې، د ننګرهار له لوري باطن شاه، خلیل خان او ضمیرخان درې، درې لوبغاړي وسوځول.

د ننګرهار لوبډلې یاد هدف په نولسم اور کې د یوه لوبغاړي په سوځېدو ترلاسه او لوبه یې وګټله، د ننګرهار له لوري نجیب ترکي ۵۰ او همایون ۲۵ منډې جوړې کړې.

پرون د دې سیالیو په لومړۍ ورځ ننګرهار، بامیانو او زابل، پروان ولایت ته ماتې ورکړې وه.

سبا به د بامیان او جوزجان، ننګرهار او پروان ولایتونو ترمنځ لوبې ترسره شي.

د کرکټ په دې يو ورځنيو سياليو کې له ټول هېواد څخه د ٢٠ ولايتونو لوبډلې برخه اخلي، چې په څلورو ګروپونو وېشل شوې دي.

د دې سياليو په پاى کې به په هر ګروپ کې لومړى مقام ګټونکې لوبـډله د اتصالاتو ايليټ کپ يو ورځنيو سياليو ته لاره پيدا کوي.

 

Related Topics