Language

خوګياڼو کې ناپېژاندو وسلوالو درې تنه وژلي

جلال اباد(پژواک، ٢١سلواغه ٩١): ناپېژاندو وسلوالو په خوګياڼيو ولسوالى کې درې تنه په ډزو وژلي دي.

د خوګياڼو ولسوال سيدرحمان مومند د سلواغې په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، نن مازيګر څلور بجې د خوګياڼو د ادوړ په کرکڼۍ سيمه کې درې تنه، چې په موټر کې سپاره وو، د ناپېژاندو وسلوالو له لوري وژل شوي دي.

ده زياته کړه: “درې واړه عام وګړي دي چې هر يو يې بسم الله، محمدالله او خالد نومېږي.”

ولسوال وايي، له پېښې څخه څو شېبې وروسته دوى رسېدلي، خو کوم کس يې د پېښې په تور نه دى نيولى.

د خوګياڼو د روغتون امر ډاکټر نوراغا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې درې جسدونه روغتون ته وروړل شوي دي.

دى زياتوي چې دا جسدونه په ډزو لګېدلي او ټول عام وګړي دي.

د سيمې اوسېدونکى فهيم وايي، ياد کسان په موټر کې سپاره وو، چې ناپېژاندو وسلوالو پرې ډزې وکړې.

دى زياتوي: “موږ چې راغلو، نو دوى يې په ډزو ويشتي وو او موټر هم سورى سورى و.”

د ده په خبره، وسلوال کسان له بريد سره سم په تېښته بريالي شوي دي.

ياده دې وي چې څه موده وړاندې په خوګياڼو کې يو ډاکټر د ناپېژاندو وسلوالو له لوري تښتول شوى و، چې نن د ننګرهار د مرستيال والي حنيف ګرديوال له لوري خپلې کورنۍ ته وروسپارل شو.

Related Topics