جلال اباد (پژواک ٢١ سلواغه ٩١): د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې په پراخه کچه کوکنار کرل شوي، خو کروندګر بيا وايي، چې حکومت ورسره کړې ژمنې پوره نه کړې او د مجبورۍ له امله يې د دغه بوټي کرلو ته مخه کړې ده.
په يادې ولسوالۍ کې د کرنيزې ځمکې له نيمايي زياته ټول کوکنار دي، خو اوسېدونکي يې وايي، چې له ډېر غربت او د کار د نشتوالي له امله يې کوکنار کرلي دي.
د خوګياڼو ولسوالۍ د وزيرو سيمې يوه اوسېدنکي بصير، چې د کوکنارو په کرونده کې يې کار کاوه، پرون (د سلواغې٢٠مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، تېر کال ورسره دولت ژمنه کړې وه چې په سيمه کې به يې ګڼې پرمختيايي پروژې پلې کړي، خو هېڅ يې ونه کړل.
هغه زياته کړه: ((هر څه يوازې ژمنې دي، يواځې په دروغو وعدو نه کېږي، موږ هم غريب يو، چې دولت مرسته نه کوي، موږ اړ يو چې کوکنار وکرو.))
نوموړى، چې د خپلې ځمکې په ډېره برخه کې يې کوکنار کرلي، اندېښنه څرګندوي، چې که يې دولت ورته کوکنار له منځه يوسي نور به هم له غربت سره مخ شي.
د خوګياڼو د زاوې اوسېدونکى چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، وايي، چې نه پخوا دولت د دوى کوکنار اړولي او نه يې اوس اړولى شي.
هغه پژواک اژانس ته وويل: ((دلته دولت د وسلوالو مخالفينو له وېرې نه شي راتلى؛ ځکه موږ هم په ډاډه زړه ښه ډېر کوکنار کرلي دي.))
نوموړى زياتوي، چې په سيمه کې وسلوالې ډلې دوى ته د کوکنارو د کښت امر کوي او که چېرې يې ونه کري، نو دوى د وسلوالو ډلو له خوا نه ګواښل کېږي.
د زاوې دغه اوسېدونکي وويل: ((د کوکنارو تر حاصل وروسته موږ طالبانو ته يوه برخه ورکوو، پخوا مو هم ورکړي دي او بله خبره دا ده چې موږ بې کاره يو، نو مجبور يو چې کوکنار وکرو.))
د خوګياڼو د کوز بيار اوسېدونکى نادرخان، چې د کوکنارو په پټي کې پر خېشاوه بوخت و، هم ورته خبره وکړه او ويې ويل، کوکنار يې ځکه کرلي چې بل څه کار روز ګار نه لري.
هغه پژواک ته وويل: ((دلته فابريکې نشته، نه د بل کوم کار زمينه دولت برابره کړې ده، يواځې په غنمو باندې زموږ ګوزاره چېرته کېږي.))
د نادرخان په خبره، تېر کال يې پر ډېره کمه ځمکه کوکنار کرلي وو او ډېر ښه حاصل يې ترې ترلاسه کړل، نو ځکه يې سږ کال په خپله ټوله ځمکه کې کوکنار وکرل.
د خوګياڼو ولسوالۍ يوه قومي مشر، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله پژواک ته وويل، چې دولت د ولسوالۍ تر دوه کيلومترۍ وړاندې نه شي تلى، نو ځکه خلکو کوکنار کرلي دي.
هغه زياته کړه: ((د ولسوالۍ په يونيم کيلومترۍ کې خلکو په کافي کچه کوکنار کرلي، خو دولت يې نه اړولى شي او نه هم دغې سيمې ته ورتلى شي.))
دى وايي، که چېرې په خوګياڼو کې دولت پوره حاکم واى نو هېڅکله به چا کوکنار نه واى کرلي، د ده په وينا، چې دولت اوس يواځې د کږې په بازار پورې محدود شوى دى.
دغه قومي مشر وويل: ((دولت نه کوز بيار ته تلى شي، نه قيلغو ته، وزير او زاوه خو لا څه کوې، دولت دې لومړى د طالبانو غم وخوري او بيا دې کوکنار اړوي.))
ملک زياتوي، چې دولت پخوا د خوګياڼو له خلکو سره ډېرې وعدې کړې وې خو پوره کړې يې نه دي او خلکو يې له ډېر غربته کوکنار کرلي دي.
د هغه په وينا، کوکنار هغه مهال له منځه تللى شي، چې طالبان له منځه ولاړ شي او په ټولو سيمو کې د دولت واکمني حاکمه شي.
بلخوا د خوګياڼو ولسوال حاجي سيدالرحمن مومند بيا وايي، چې کوکنار هېڅ ډول بديل نه لري. دى وايي، په قانون کې د کوکنار پر کښت د منعې امر شوى او هېڅوک دا حق نه لري چې کوکنار وکري.
هغه پژواک اژانس ته وويل: ((زه دا منم چې د ولسوالۍ په دوه کيلومترۍ کې هم کوکنار کرل شوي، خو په ځينو ځايونو کې چې نه دي کرل شوي دا زموږ هڅې دي.))
ولسوال دا هم مني، چې وسلوال طالبان خلکو ته د کوکنارو په کرلو امر کوي.
نوموړى وايي: ((په کوم ځاى کې چې مخالفين دي، هلته کوکنار هم کرل شوي؛ ځکه خلک تنګوي.))
د سيدالرحمن مومند په وينا، په دې برخه کې يې تل هڅې کړې او تر اوسه يې د سيمې له خلکو سره په دې اړه ١٦ غونډې کړې، څو له لارې يې د کوکنارو مخه ونيول وشي.
نوموړى وايي، د خلکو غوښتنه د وزيرو د تنګي تړل او ترې د برېښنا اسانتيا رامنځته کول دي، خو زياتوي، چې دا ډېره لويه پروژه ده او د دولت په وس نه ده پوره چې دغه بند وتړي.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزى وايي، چې د کوکنارو د مخنيوي په موخه يې پخوا هم هلې ځلې کړې او لا هم ولايتي اداره په کوښښ کې ده.
ده زياته کړه: ((موږ په سلګونه کسان په دغه جرم نيولي او په سلګونه جريبه ځمکې هم د کوکنارو له کښته پاکه شوې دي.))
د عبدالزي په خبره، د ننګرهار د ټولو ولسواليو قومي مشرانو له ولايتي ادارې سره ژمنه کړې وه، چې کوکنار به نه کري، خو له بده مرغه چې ځينو يې پر خپله ژمنه وفا ونه کړه.
د والي وياند وايي، چې په شېرزادو، خوګياڼو، پچيراګام، اچين او هسکه مېنه ولسواليو کې کوکنار کرل شوي او دولت به يې ډېر ژر پر وړاندې جدي اقدامات وکړي.
دى وايي، د کوکنارو د مخنيوي څو مرحلې يې پاى ته رسولې، وروستۍ مرحله يې د فشار مرحله ده چې امنيتي ځواکونه به په زوره د خلکو کوکنار اړوي.
نوموړى زياتوي، چې د کوکنارو د مخنيوي په کمپاين کې يې څو ځلې د خوګياڼو په وزيرو کې له وسلوالو سره نښتې کړې دي.
خو د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى هېڅکله هم ولس د کوکنارو کښت ته نه اړباسي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، که چېرې د کوکنارو د کښت بديل ولس ته ورکړل شي نو دوى هم کولى شي چې د کوکنارو د کښت مخنيوى وکړي.
ياده دې وي، چې څو کاله وړاندې په ننګرهار کې د کوکنارو د کښت درجه صفر ته راټيټه شوې وه، خو د تېر کال په پرتله سږ کال د ننګرهار په ډېرى شمېر ولسواليو کې کوکنار کرل شوي، خو پر وړاندې يې د دولت هڅې ټکنۍ معلوميږي.