محمودراقي (پژواک ٢١ سلواغه ٩١): د کاپيسا ولايت د کليو پراختيا رياست د مالي چارو مسوول عبدالاحد وسلوالو طالبانو وژلى دى .
عبدالاحد وړمه ورځ سهار شاوخوا اته بجې د دغه ولايت د دويمې حصې ولسوالۍ په کشکتان سيمه کې خپل کور ته څېرمه ووژل شو.
د کاپيسا د والي وياند قيس قادري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ٥٣ کلن عبدالاحد له خپل کور څخه د ولسوالۍ بازار ته پر لاره ناپېژانده کسانو د سر او د بدن په نورو برخو کې په تبر وهلى او وژلى دى.
قادري وويل، چې تر اوسه د عبدالاحد وژونکي نه دي پېژندل شوي، خو په اړه يې پلټنې روانې دي .
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد نن رسنيو ته ويلي، چې عبدالاحد طالبانو په چريکي بريد کې وژلى دى .
هغه دعوه کوي، چې عبدالاحد د دويمې حصې ولسوالۍ د کليو پراختيا په څانګه کې مالي مدير و او د دې دندې تر څنګ يې په سيمه کې بهرنيو ځواکونو ته جاسوسي هم کوله .
خو قيس قادري وايي، چې عبدالاحد د کاپيسا ولايت د کليو پراختيا رياست د مالي چارو مسوول و.