Language

د بلخ په شولګر ولسوالۍ کې سيمه ييز پوليس وګومارل شول

مزارشريف (پژواک ٢٢ سلواغه ٩١): د بلخ په شولګر ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو تشکيل جوړ او په کار يې پيل وکړ.

په شمال کې د ۳۰۳ پامير زون قوماندان جنرال بابه جان د سلواغې په ۲۲مه د سيمه ييزو پوليسو د تشکيل د جوړېدو په وياړ جوړې شوې غونډې ته د خبرو پر مهال وويل، چې په دې وروستيو کې د دولت مخالف وسلوال په شولګر ولسوالۍ کې د امنيت د خرابېدو په هڅه کې دي.

نوموړي زياته کړه، چې په همدې موخه د شولګر د اوسېدونکو په غوښتنه په دې ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو تشکيل رامنځته شو.

د هغه په وينا، دغه تشکيل دوه پړاوونه لري، چې په لومړي پړاو کې به سر له نن څخه په دې ولسوالۍ ۱۰۰ سيمه ييزو پوليسو وګومارل شي او په دويم پړاو کې به ۱۵۰ پوليس نور هم ور زيات شي.

جنرال بابه جان وويل، چې په ياده ولسوالۍ کې به د سيمه ييزو پوليسو د کار په پيل سره د دولت د مخالفو وسلوالو هڅې، مخکې له دې چې پيل يې کړي، شنډې شي.

همداراز د بلخ والي عطا محمد نور دې غونډې ته د خبرو په ترڅ کې د سيمه ييزو پوليسو په اړه پروپاګند د دښمنانو دسيسه وبلله.

نوموړي زياته کړه، په دې کې هېڅ شک نشته، چې يو نيم سيمه ييز پوليس به له خپل مسووليت نه ناوړه ګټه پورته کوي، خو دا په دې مانا نه ده، چې ټول سيمه ييز پوليس به ناسمې کړنې ترسره کوي.

د هغه په وينا، ځيني خلک د بلخ ولايت په سيمه ييزو پوليسو پسې هم پروپاګند کوي، خو دا ده ته د منلو نه ده.

والي وويل، چې د سيمې اوسېدونکي بايد داسې کسان د سيمه ييزو پوليسو پروسې ته معرفي کړي، چې دوی پرې باوري وي.

نوموړي پر سيمه ييزو پوليسو غږ وکړ: ((تاسو بايد د رينجر او وسلې د له ترلاسه کولو وروسته ځانونه د سيمو حاکمان نه کړئ، تاسو اجراييوي صلاحيت نه لرئ، نو بايد له خلکو سره مرسته وکړى، نه دا چې مشکلات ورته پيدا کړى.))

احمد خان، چې په شولګر ولسوالۍ کې د سيمه ييز پوليس دنده پر مخ وړي، پژواک اژانس ته وويل، په دې خوښ دی، چې د خپلو خلکو د خدمت لپاره غوره شوى دى.

نوموړي زياته کړه، چې له دې ښه دنده به بله نه وي، چې هم معاش اخلي او هم د خلکو خدمت کوي.

له دې مخکې د بلخ په چمتال او چاربولک ولسواليو کې د سيمه ييزو پوليسو تشکيل جوړ شوی و، چې تر ډېره ترې خلک خوشاله دي.

سيمه ييز پوليس شاوخوا دوه کاله مخکې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د عمومي قوماندان ډيويډ پيټرايس په وړانديز او د و لسمشر حامد کرزي د فرمان له مخې رامنځته شول .

د سيمه ييزو پوليسو د چارواکو د معلوماتو له مخې، دمګړۍ د هېواد په ١٠٠ولسواليو کې سيمه ييز پوليس فعاليت کوي او د ١٤٤ ولسواليو لپاره يې تشکيل منظور شوى دى.

دوى زياتوي، د خلکو له غوښتنې سره سم د کورنيو چارو وزارت هڅه کوي، چې د سيمه ييزو پوليسو شمېر له ٢٠٢٢٧ تنو څخه ٣٠ زرو ته لوړ کړي.

Related Topics