مزارشريف (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩١): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف کې د ايران قونسلګرۍ له لوري د دې هېواد د اسلامي انقلاب په مناسبت د پېنګ پانګ سيالۍ په لاره واچول شوې.
د بلخ ولايت د اولمپيک رييس انجنير محمدعثمان نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه سيالۍ څلور ورځې وړاندې پيل شوې وې او پرون (د سلواغې ٢١مه) پاى ته ورسېدې.
ده زياته کړه، دغه سيالۍ په مزارشريف کې د ايران د قونسلګرۍ له خوا د دې هېواد د انقلاب د برياليتوب په مناسبت د مزارشريف د فردوسي کتابتون په انګړ کې په لاره اچول شوې وې.
د هغه په وينا، په دغو سياليو کې د مزارشريف د پېنګ پانګ د بېلابېلو کلپونو ٥٥ لوبغاړو برخه اخيستې، چې شل يې نجونې وې او د لومړي، دويم او درېيم مقام ګټونګو ته جايزې ورکړل شوې.
په مزارشريف کې د ايران قونسلګرۍ مرستيال بهمن بدخش د دې سياليو د پاى په مراسمو کې وويل، چې دغه سيالۍ يې د ايران د خپلواکۍ د ٣٤مې کليزې په وياړ جوړې کړې دي.
ده د يادو سياليو موخه د افغانانو او ايرانيانو ترمنځ د اړيکو غښتليا او په ځانګړې توګه د دواړو هېوادونو د لوبغاړو ترمنځ سپورتي اړيکو ته وده ورکول په ګوته کړل.
خو د هرات ولايت په جبرييل ښارګوتي کې د ايران انقلاب د نمانځلو مخنيوى شوى دى.
د هرات لوېديځ لور ته د جبرييل ښارګوټي يوه اوسېدونکي محمدحسن پژواک اژانس ته وويل، د دوى په سيمه کې يو شمېر کسانو غوښتل چې ياد مراسم ونمانځي، خو ځينو نورو کسانو يې مخنيوى وکړ.