Language

په ختيځ کې د ګوزڼ ضد د واکسين کمپاين پيل شو

جلال اباد (پژواک ٢٢ سلواغه ٩١): د ختيځو ولايتونو څه د پاسه ٨٠٠ زره ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسين د سلواغې په ٢٢مه رسماً پيل شو.

دغه کمپاين په جلال اباد ښار کې د ننګرهار د مرستيال والي محمدحنيف ګرديوال له خوا د يو ماشوم په خوله کې د څاڅکو په اچولو سره پيل شو.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ٢٠١٣ کال پر مهال دغه لومړى کمپاين پيل دى، چې په دې سيمه کې پيلېږي.

د شېرزاد په خبره، په دغه کمپاين کې به د ختيځو ولايتونو په کچه اته لکه او شپېته زره هغه ماشومان چې عمرونه يې له پنځو کلونو کم دي، واکسين شي.

ډاکټر بازمحمد شېرزاد زياتوي، چې په نوي ٢٠١٣ کال کې تر اوسه په ختيځ کې د پوليو کومه مثبته پېښه نه ده ليدل شوې.

د عامې روغتيا رييس پر ټولو هېوادوالو غږ وکړ، چې په دغه کمپاين کې له دوى سره مرسته وکړي او پراخه ونډه په کې واخلي.

بازمحمد وويل: ((که په افغانستان او يا بل ګاونډي هېواد کې د ګوزڼ ضد مثبته پېښه وليدل شي بايد په شريکه سره يې له منځه يوسو، ځکه دغه پېښې بيا بل هېواد ته هم مشکل پيدا کوي.))

د ولايتي شورا وکيل عبدالقهار لودين هم پر ټولو هېواد والو غږ کوي، چې د پوليو پر ضد د واکسين په کمپاين کې دې د عامې روغتيا له رضا کارانو سره مرسته وکړي، تر څو يې ماشومان له راتلونکي خطرونو خوندي وي.

ياده دې وي، چې تېر کال د ننګرهار په سرحدي سيمه او په کونړ ولايت کې د پوليو څلور مثبتې پېښې ليدل شوې وې.

دغه راز شاوخوا دوه اونۍ مخکې په خوست ولايت کې هم د ګوزڼ درې مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، سږ کال په هېواد کې د پوليو ٣١ پېښې ثبت شوې او تېر کال دا شمېره ٨٠ وه.

سرچينه زياتوي، چې ډېرى پېښې د هېواد په ختيځ او سوېلي ولايتونو کې له دې امله رامنځته کېږي، چې له پاکستان څخه راغلي کډوال دا ناروغي له ځان سره راوړي.

د روغتيا نړيوال سازمان وايي، چې پاکستان، افغانستان او نايجيريا هغه هېوادونه دي چې تر اوسه له پوليو خوندي نه دي اعلان شوي.

Related Topics