غزني ښار (پژواک،٢٢سلواغه٩١): په غزني ښار کې د دغه ولايت د سولې شورا د رييس او د ده يک ولسوال د کور مخې ته چاودنه شوې ده.
د غزني د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمدحسن د سلواغې په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياده چاودنه د ماخوستن شاوخوا اووه نيمې بجې د غزني ښار د څلورمې حوزې اړوند د درېيم پلان په سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زياته کړه، چاودېدونکي توکي په يوه بايسکل کې ځاى پرځاى شوي وو او د ريموټ کنټرول په واسطه ورته چاودنه ورکړل شوې ده.
حسن وايي، په دغې چاودنه کې چاته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
خو په سيمه کې عيني شاهدانو پژواک ته وويل، چې د چاودنې په سيمه کې يې درې تنه په ټپي حالت کې ليدلي دي.
د يادولو ده، چې روانه مياشت په غزني ښار کې دا درېيمه چاودنه ده، چې يو شمېر وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.