جلال اباد (پژواک ٢٢ سلواغه ٩١): د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د ځمکو ١٣ غاصبين ونيول شول.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال د سلواغې په ٢٢مه پژواک اژانس ته وويل، چې ياد کسان يې د سره رود ولسوالۍ په بانډو سيمه کې د دولتي ځمکو د غصب په تور نيولي دي.
نوموړي زياته کړه: ((له دغو غاصبينو سره دوه کلاشينکوفونه، يو کره بين او يو ٣٠٣ برپ ټوپک هم نيول شوي دي.))
د هغه په وينا، ياد کسان دوه ډلې دي، چې دولتي ځمکه يې لاندې کړې وه او دواړو خواوو پرې د ملکيت دعوه درلوده، چې د پوليسو له لوري ونيول شول.
د سيمې اوسېدونکي عبدالله خان پژواک اژانس ته وويل، چې دغو کسانو د سره رود د بانډو په سيمه کې دولتي ځمکه غصب کړې وه، چې وروسته د دواړو لورو پرې لانجه وه.
نوموړي زياته کړه: ((ټوپک او نوره وسله يې د يو بل د وژلو لپاره راوړې وه، خو ښه شوه، چې له وخت نه په ګټې دغه خلک ونيول شول.))
د يادونې ده، په دې وروستيو کې په ننګرهار کې د دولتي ځمکو د غصب موضوع ډېره ياديږي، تېره ورځ د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار هم له پژواک سره په يوه مرکه کې په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.