Language

په هرات کې د نشه يي توکو دوه قاچاقبران ونيول شول

هرات ښار (پژواک ٢٢ سلواغه ٩١): د هرات ولايت پوليسو په سرحدي ښار ګوټي اسلام کلا کې دوه افغانان ايران ته د نشه يي توکو د قاچاق په تور نيولي دي.

د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال نورخان نېکزاد د سلواغې په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد کسان تېره ورځ د ٢٧ کيلوګرامه ترياکو د قاچاق پر مهال لاس په لاس نيول شوي دي.

نېکزاد زياته کړه، چې نيول شوي کسان د هرات د کهسان ولسوالۍ اوسېدونکي دي او ياد نشه يي توکي يې په يوه ټېلر موټر کې لېږدول.

د هغه په وينا، دغه کسان له نشه يي توکو سره يو ځاى د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې پوليسو له خوا د اسلام کلا سرحدي ښارګوټي د تلاشۍ په پوسته کې ونيول شول.

د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، چې نيول شوي کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

د هرات د امنيه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، د روان لمريز کال له پيل راهيسې په بېلابېلو سيمو کې پنځه ټنه نشه يي توکي له درې نيم سوه تورنو کسانو سره نيول شوي، چې نهه تنه يې ايرانيان دي.

Related Topics