جلال اباد ( پژواک ٢٣ سلواغه ٩١ ) : د افغانستان کرکټ بورډ په نوښت د اتصالات چلنچ کپ ترنامه لاندې د کرکټ ولایتي يو ورځنيو سياليو په لړ کې د کوچيانو لوبډلې د لوګر ولايت لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د سلواغې په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا لوبه نن د ننګرهار په غازي امان الله لوبغالي ترسره شوه.
هغه زياته کړه چې ددې لوبې لوګر وګټله خو کوچيانو ته يې د لوبې بلنه ورکړه، د کوچيانو لوبډلې په ٤٥ اورونو کې دلسو لوبغاړو په سوځېدو ١٨٦ منډې جوړې کړې او لوګر ته يې د ١٨٧ منډو هدف ورکړ.
د نوموړي په وينا، د کوچيانو له لوري محمد ملوک ٣٥، عثمان خان ٣١ او دغا ٢٣ منډې جوړې کړې او د لوګر له لوري داوود احمدزي ٣، نور الله او حشمت شاهدي دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
د لوګر ولايت لوبـډلې ياد هدف تر لاسه نه شو کړاى او ټوله لوبډله يې په ٢٢ اورونو کې په ٦٨ منډو وسوځېدله او دغه راز دا لوبه کوچيانو وګټله. د کوچيانو لوبډلې له لوري رشيد ٦ او احمد ظاهر ٢ لوبغاړي وسوځول.
پرون په دې سياليو کې زابل له ننګرهار څخه او باميان له جوزجان څخه لوبه ګټلې وه.
د کرکټ په دې يو ورځنيو سياليو کې له ټول هېواد څخه د ٢٠ ولايتونو لوبډلې برخه اخلي چې په څلورو ګروپونو وېشل شوي دي.
ددې سياليو په پاى کې به په هر ګروپ کې لومړى مقام ګټونکې لوبـډله د اتصالاتو ايليټ کپ يو ورځنيو سياليو ته لاره پيدا کوي.