Language

کابل ( پژواک ۲۳ سلواغه ۹۱ ) : ناټو وایي چې  افغانستان به هیڅکله د ترهګرو پر خوندي ځالې بدل نه شي.

دغه څرګندونې په افغانستان کې د ناټو سازمان دملکي استازي ویاند ډومنیک میډلي دسلواغې په ۲۳مه، په کابل کې دیوې خبري غونډې پر مهال وکړې.

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې له یوې خوا افغانان نه غواړي چې هیواد یې د ترهګرو پر ځالې بدل شي او له بلې خوا افغانستان اوس پیاوړی ملي ځواک لري اوکولی شي له خپل هیواد څخه دفاع وکړي.

نوموړي زیاته کړه چې ناټو او نړیواله ټولنه افغانستان او افغانان یواځې نه پریږدي او تر ۲۰۱۴ کال وروسته به نړیواله ټولنه د ناټو دروزنې، مشورې او همکارۍ په نوي ماموریت کې افغانستان سره خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.

د ناټو د ملکي استازي ویاند دا خبرې رد کړې چې ګوندې په افغانستان کې د تیرو لسو کلونو پر مهال ترلاسه شوې لاسته راوړنې به له منځه یوړل شي.

ډومینیک میډلي په افغانستان کې د امریکا او ناټو د نوي قوماندان جنرال جزیف ډنفورډ په اړه وویل چې هغه پر یوې مهمې دندې کار پیل کړی دی.

هغه زیاته کړه چې د ناټو سازمان د جنرال ډنفورډ بشپړ ملاتړ او هغه سره به همکاري کوي.