Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

يو شمېر ښځې د تالقانو سيند د څنډو جوړولو په پروژه کې کار کوي

 کندوز (پژواک ٢٣ سلواغه ٩١): د تالقانو سيند د څنډو جوړولو په چارو کې تر سلو زرو تنو زياتو ښځو، بېوزلو او جګړه ځپلو ته د کار زمينه برابرېږي.

په ياده پروژه کې څلورنيم کيلومتره استنادي دېوال، سربندونه او د اوبو ګرځولو بندونه شامل دي، چې د تخار د مرکز تالقانو له پله څخه پيل او د لغمانيانو تر سيمې پورې رسېږي.

د دې پروژې قرارداد د تخار والي او د جرمني د ولايتي بيارغونې ډلې د استازي ترمنځ د روان کال په لړم مياشتې کې د المان له خوا د څلورنيم ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت لاسليک شوى و او کار يې نن په عملي ډول پيل شو.

د تالقانو د دريايي حوزې مشر انجنير محمدسالم اکبر پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه پروژه، چې کار به يې د يو کال په ترڅ کې بشپړ شي، له نورو رغنيزو پروژو توپير لري.

هغه زياته کړه، ټاکل شوې په ياده موده کې په دې پروژه کې سل زره بېوزله، ښځې او جګړه ځپلې کسان کار وکړي، دا په داسې حال کې ده، چې په دې ډول پروژو کې به مخکې عادي کسانو کار کاوه.

اکبر زياته کړه، هره ورځ د ښځو په ګډون شاوخوا ٣ سوه تنه د ساحل پر غاړه د سيند د څنډو د جالۍ پر تړلو بوخت وي او کار کوي.

ياد جال له المونيمي سيم څخه په مستطيل ډول جوړ شوى، چې بيا په کې کاڼي (تيږې) اچول کېږي او د درياب د څنډو په ټينګولو کې ترې کار اخيستل کېږي.

د تالقانو د مشتانيانو سيمې اوسېدونکې ٤٥ کلنې مريم پژواک ته وويل، چې هره ورځ د جال اوبدلو په بدل کې ورته ٣٠٠ افغانۍ مزدوري ورکول کېږي.

هغې زياته کړه: ((مېړه مې ٨ کاله وړاندې له طالبانو سره په جګړې کې وژل شوى، ما د خلکو کالي مينځل او ډوډۍ به مې پخوله، خو اوس خوشحاله يم، چې د يو کال لپاره راته د جال اوبدولو کار پيدا شوى.))

دې کونډې ښځې وويل، دا د شپږو اولادونو مور ده او کولاى شي په دې پروژه کې د کار کولو له لارې په لاسته راوړونکو پيسو د خپلو اولادونو ژوند په ښه توګه پر مخ بوځي، خو له دولت څخه غواړي، چې په راتلونکي کې هم په دغه شان پروژو کې ښځو ته ونډه ورکړي.

له بلې خوا د تالقانو دريايي حوزې ادارې مشر وويل، دغه تحکيماتي پروژه په هغو سيمو کې پلې کېږي، چې ډېرى برخې يې کرنيزې ځمکې تشکيلوي او هر کال به سېلاب دغو کرنيزو ځمکو ته زيان اړاوه.

انجنير اکبر وويل، چې په دې وروستيو کلونو کې شاوخوا ١٥٠ کورونه او د دغه ځاى زر جريبه کرنيزه ځمکه، سېلابونو ويجاړه کړې وه.

د تالقانو د سيند غاړو يوه اوسېدونکي نورعلم وويل: ((هر کال به سېلاب راووت، د خلکو ځمکې به يې وړلې او له ډېرو ستونزو سره به مخ وو، خو اوس چې استنادي دېوال جوړيږي نو له خيره زموږ د ټولو ستونزې به اوارې شي.))

د تالقانو د سپين زر شرکت اوسېدونکي عبدالمبين هم وويل: ((کله به چې سېلاو راووت ټوله شپه به مو په ويښه تېروله، ټول ماشومان به بېخوبه وو او له ډېرو ستونزو سره به مخ وو.))

هغه په داسې حال کې، چې د دغه دېوال په جوړېدو يې خوښي څرګندوله، خو زياته يې کړه، چې بايد دغه پروژه د څرنګوالي (کيفيت) له اړخه ښه پلې شي.

د تالقانو د دريايي حوزې مشر وويل، چې د سيند د غاړو په ټينګولو سره به هغه ٥ سوه هکتاره ځمکه، چې د وروستيو کلونو سېلابونو ځپلې او ويجاړه کړې وه، يو ځل بيا به په کرنيزه ځمکه بدله شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.