Language

په خوګياڼو ولسوالۍ کې د ملي اردو پر سرتېرو چاودنه وشوه

جلال اباد (پژواک ٢٣ سلواغه ٩١): د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې د ملي اردو پر ځواکونو د ماين په چاودنه کې يو تن وژل شوى او يو بل ټپي دى.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال د سلواغې په ٢٣مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه چاودنه نن سهار اته نيمې بجې د خوګياڼو په مملې باغ سيمه کې د ملي اردو پر سرتېرو شوې ده.

هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوى او يو بل ټپي دى.

د يادې ولسوالۍ ولسوال سيدالرحمن هم پژواک اژانس ته د پېښې پخلى وکړ، خو په اړه يې نور معلومات نه درلودل.

د سيمې يو اوسېدونکى نظرالله وايي، چې په دې پېښه کې د اردو يو سرتېرى وژل شوى او درې تنه ټپيان دي .

وسلوالو طالبانو د دې پېښې مسووليت پر غاړه اخيستى دى .

طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل، چې په دې چاودنه کې د ملي اردو درې سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د ننګرهار په خوګياڼو کې امنيتي پېښې ډېرې شوي او وخت ناوخته ترې د مرګ ژوبلو او چاودنو راپورنه ورکول کېږي.