Language

په لسم د مارچ د کابل په کانفرانس کې به ۵۰۰ علماء ګډون کوي

اسلام اباد ( پژواک ۲۳ سلواغه ۹۱) : په اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستاني عالمانو ترمنځ غونډه کې پریکړه وشوه، چې د کابل په غونډه کې به له دواړو هیوادونو څخه ۵۰۰ عالمان ګډون کوي. 

په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت د تشريفاتو مسوول عبد الغفار عابد د سلواغې په ۲۳مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مولوي قیام الدین کشاف په مشرۍ د افغانستان د علماوو اته کسیز پلاوی پرون  اسلام اباد ته رسیدلی دی.

هغه زیاته کړه چې ياد پلاوى د پاکستان له علماوو سره نن غونډه درلوده او تر هغې وروسته دواړو لوریو په یوه ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.

دافغانستان او پاکستان د علماوو ترمنځ تر لیدنو کتنو وروسته ددواړولوریو لخوا یوه ګډه اعلامیه خپره شوې ده.

په اعلامیه کې راغلي دي چې د افغانستان او پاکستان د علماوړ ګډ کانفرانس به راتلونکې مارچ میاشتې په لسمه نیټه کې په کابل کې جوړیږي.

سرچینې زیاته کړه چې د کابل په کانفرانس کې به له دواړو هیوادونو څخه پنځه سوه علماء ګډون کوي چې له هر هیواد څخه به ۲۲۵۰ تنه غړي وي.

سرچینې زیاته کړې چې په دې کانفرانس کې دافغانستان وسلوالې مخالفې ډلې طالبانو ته هم د ګډون بلنه ورکول کیږي، خو باید وویل شي چې طالبانو لا دمخه دې کانفرانس سره مخالفت اعلان کړی دی.

په اعلامیه کې راغلي دي چې تر کانفرانس مخکې به په ۲۱ د فرورۍ په کابل کې ددواړو هیوادونو د پلاوو ترمنځ د کانفرانس دایجنډا جوړولو په موخه ګډه جوړیږي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې د کابل کانفرانس به د کوم شخص یا ډلې پرضد نه وي بلکې په دې کې به دافغانستان، پاکستان، سیمې او ټولې نړۍ د مسلمانانو په اړه بحث کیږي.

په اسلام اباد کې  نننۍ غونډه هغه مهال د ګډوډۍ ښکار شوه، کله چې د پاکستان د علماوو شورا مشر مولانا طاهر اشرفي د کابل له غونډې سره مخالفت اعلان کړ.

تر غونډې وروسته مولانا اشرفي پژواک اژانس ته وویل چې په غونډه کې یو ډول خبرې شوې وې او په اعلامیه کې بیا بل ډول څرګندونې راغلې وې.

هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې بهرنی استعمار راغلی او هلته جهادروا دی، خو نوموړي په پاکستان کې پر خلکو دروانو بریدونو سره مخالفت وکړ.

 خو د پاکستاني علماوو د پلاوي یوه بل غړي مولانا ابوهريره پژواک اژانس ته وویل چې له افغان علماوو سره یې خبرې ګټورې وې او پر دې پریکړه وشوه، چې په مارچ کې  د کابل غونډه جوړه شي.