Language

د اب بند خلکو د ملکي وګړو د وژلو په غبرګون د کابل-کندهار لاره تړلې

غزني ښار (پژواک ۲۴ سلواغه ۹۱): د غزني د اب بند ولسوالۍ اوسېدونکو په دې ولسوالۍ کې د کابل–کندهار لويه لاره له دې امله، چې بهرنيو ځواکونو يې په سيمه کې ملکي وګړي وژلي، تړلې ده.

دغه لويه لاره، چې د عسکرکوټ په سيمه د بهرنيو ځواکونو اډې مخې ته له دواړو لورو تړل شوې، د اب بند ولسوالۍ په لسګونه اوسېدونکي راوتلي او ادعا کوي، چې تېره شپه يې د دوى د ولسوالۍ په جان ګل کلي کې بهرنيو ځواکونو دوه ملکي وګړي وژلي او دوه نور يې بيولي دي.

د يادې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي رحمت الله پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه د عملياتو په ترڅ کې د يوه کور دوه تنه وژل شوي او دوه نور يې ژوند وړي دي.

نوموړي زياته کړه: ((بهرني ځواکونه وايي، چې تر اوسه موږ ته د غزني چارواکو نه دي ويلي، چې دا کسان ملکي وکړي دي او هر کله چې هغوى ووايي موږ به يې خوشي کړو.))

د هغه په وينا، دغه کسان اوس مهال له بهرنيوځواکونو سره بنديان دي او تر هغې به دغه لاره خلاصه نه کړي، تر څو چې يې دغه کسان نه وي خوشي کړي.

د غزني–کندهار لين يوه  موټر چلوونکي ضياءالله هم وويل، چې له تېرو دوو ساعتونو راهيسې دغه لاره بنده ده.

د هغه په وينا، سپرلي شته، خو نه شي کولاى چې ولاړ شي؛ ځکه په لاره کې بيا ځنډيږي او ښايي شپه پرې راشي.

خو د غزني د والي وياند بيا د کابل-کندهار د لويې لارې له بندېدو ناخبري وښوده او زياته يې کړه، چې په يادو عملياتو کې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د والي وياند فضل سباوون وايي، چې په دغو عملياتو کې يې دوه وسلوال طالبان وژلي او دوه يې د ښځو په جامو کې نيولي دي.

Related Topics