ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نغلو برېښنا فابريکې درېيم توربين هم فعال شو

د نغلو برېښنا فابريکې درېيم توربين هم فعال شو

author avatar
12 Feb 2013 - 16:49
د نغلو برېښنا فابريکې درېيم توربين هم فعال شو
author avatar
12 Feb 2013 - 16:49

کابل (پژواک٢٤سلواغه٩١): د کابل د سروبي ولسوالۍ اړوند د نغلو د برېښنا فابريکې درېيم توربين، چې د ٢٥ مېګاواټه برېښنا د توليد وړتيا لري ، هم له اساسي ترميم وروسته  نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د اوبو او برېښنا وزارت د انرژۍ پر پروژو د څار مشر انجنير محمد ابراهيم پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې ددې توربين پر فعال کېدو سره د نغلو د فابريکې د برېښنا د توليد وړتيا ٧٥ مېګا واټه ته لوړه شوه.

دى وايي، چې ددې فابريکې دوه نور توربينونه مخکې په اساسي ډول ترميم شوي او په پام کې ده ،چې څلورم توربين يې د   ٢٠١٤ کال په لومړيو کې ترميم او فعال شي.

هغه زياته کړه ، چې د دې توربينونو د فعالولو تر څنګ د فابريکې سيسټم هم له پخواني انالوګ سيسټم څخه  ډيجيټالى سيسټم ته اړول شوى او د څلورو توربينو په فعاليدو سره به د غه فابريکه ټولټال د سلو مېګاواټه برېښنا د توليد وړتيا پيدا کړي.

ده وويل ، چې د يادو څلورو توربينونو د بيا فعالولو تړون په ١٣٨٦ کال کې له يوه روسي شرکت سره چې دغه فابريکه يې جوړه کړې وه ، شوى او ٤٠ ميليونه امريکايي  ډالره لګښت يې نړيوال بانک ورکوي.

په کابل کې د روسيې سفير اندره اوتيسيان هم نن د نغلو فابريکې د درېيم توربين د فعال کېدو په مراسمو کې ګډون درلود.

دغه فابريکه چې په ١٣٤٦ کال کې د وخت د شوروي اتحاد په مرسته جوړه  او په لومړيو کې يې د ٧٦ مېګاواټه برېښنا د توليد وړتيا لرله، د جګړو پر مهال زيانمنه شوې ده.

هغه وويل چې د دې فابريکې يواځې څلور مېګاواټه برېښنا شرقي ولايت ننګرهار ته لېږدول کېږي او پاتې نور يې کابل ته لېږدول کېږي.

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.