Language

د هرات ولايت وياند د والي د استعفا خبره رد کړه

هرات ښار (پژواک ٢٤ سلواغه ٩١): د هرات د والي وياند وايي، چې والي استعفا نه ده ورکړې، بلکې مرکزي ادارې ته يې د اداري اصلاحاتو وړانديز ورکړى دى.

د هرات د والي وياند محى الدين نوري د سلواغې په ٢٤ مه پژواک اژانس ته د ځينو رسنيو هغه راپورونه بې بنسټه وبلل، چې ګواکې د دغه ولايت والي ډاکټر داودشاه صبا له دندې استعفا کړې ده.

خو نوموړي دا هم رد او تاييد نه کړه، چې هرات ته د ولسمشر له خوا بل والي معرفي شوى دى.

تېره ورځ رسنيو راپورونه ورکړي و، چې د هرات والي ډاکټر داودشاه سبا له خپلې دندې ولسمشر ته استعفا ورکړې او هغه هم منلې ده او د کابل پخوانى والي حاجي دين محمد يې پر ځاى ټاکل شوى دى.

نوري زياته کړه، چې د هرات والي د ادارې د لا ښه والي او د فساد د له منځه وړو په موخه ولسمشر ته ځيني وړانديزونه کړي دي او ښايي رسنيو هماغه د استعفا په توګه ياد کړي وي.