محمودراقی (پژواک ٢٤ سلواغه ٩١): د تګاب ولسوال ددې ولسوالۍ په بدراب سيمه کې د ١٢ طالبانو د وژلو خبر ورکوي ، خو د تګاب يو اوسېدونکى وايي، چې هلته ٩ طالبان او ٦ ملکي وګړي وژل شوي دي .
د تګاب ولسوال عبدالقدوس ساپي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد شوي ١٢ وسلوال طالبان تېره شپه د افغان او بهرنيو ځواکونو په ګډو عملياتو کې وژل شوي دي .
دى وايي، چې د بدراب سيمې په دې عملياتو کې يو وسلوال طالب په ټپي حالت کې ژوندى هم نيول شوى دى .
هغه وويل ،چې تر اوسه ( له غرمې مخکې شاوخوا ١١ بجې ) هم په سيمه کې عمليات دوام لري.
د بدراب د سيمې له خلکو سره مو اړيکه ټينګه نه شوه ، خو د دې ولسوالۍ د ميراخېلو د سيمې يو اوسېدونکي ، چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي ، وويل چې د ده د معلوماتو له مخې، په دې عملياتو کې د لعل سعيد په نوم د طالبانو يو قوماندان او د هغه ٨ ملګري وژل شوي دي.
د ده په وينا، د بدراب د سيمې خلکو ورته ويلي ، چې په دې عملياتو کې ٦ ملکي وګړي هم وژل شوي دي.
خو د تګاب ولسوال وايي، چې په بدراب کې ملکي وګړو او افغان او بهرنيو ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د تګاب حکومتي چارواکيو په وينا، تېره ورځ او وړمه شپه هم د دې ولسوالۍ په نوروزخېلو ، جنګليان او پشکلي او ځينو نورو کليو کې ١٢ وسلوال طالبان وژل شوي وو.
هغوى وايي ، چې په دې ١٢ تنو کې دوه بهرني طالبان او د طالبانو دوه ځايي مشران ( ملا امدادالله او ملا نجيب الله ) هم شامل دي .
تېره اونۍ د ايساف ځواکونو يوه چورلکه هم د تګاب د ناامنې ولسوالۍ مرکز ته څېرمه سيمه کې راوغورځېده.