مزارشريف (پژواک ٢٤ سلواغه ٩١): د سرپل والي وايي، چې په تېرو څو کلونو کې په دغه ولايت کې د بيارغونې او پراختيايي چارو په برخه کې کار نه دی شوی.
د سرپل والي عبدالجبار حقبين، چې له تېرو لسو مياشتو په دغه ولايت کې د والي په توګه دنده تر سره کوي،له پژواک خبري اژانس سره يې په ځانګړې مرکه کې وويل، چې د تېرو لسو کلونو په اوږدو کې د بېلابېلو لاملونو له امله په دغه ولايت کې د بيارغونې او پراختيايي چارې د نشت برابرې دي.
نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ولې په تېرو لسو کلونو کې په سرپل ولايت کې د دغه ولايت په څنګ کې د پرتو ولايتونو په څېر کار نه دی شوی؟ وويل: ((زه پر پخوانيو واليانو پړه نه اچوم، دا هم نه وايم، چې خلکو به ورسره همکاري نه وي کړي. په هر دليل چې و، دغه ولايت له بيارغونې او پراختيايي چارو وروسته پاتې دی.))
د هغه په وينا، څه به واليانو په سمه توګه مرستې نه وي جذب کړي او څه به د دغه ولايت امنيتي حالت تر دې کړکېچن و، چې له امله يې د بيارغونې او پراختيايي چارو ته زمينه نه ده برابره شوې.
حقبين وويل، چې سرپل په هر اړخيزه توګه په ټولو برخو کې خورا کار ته اړتيا لري، چې بايد ورته پام وشي.
نوموړي زياته کړه: ((د کار وړ برېښنا نشته، ډېری دولتي ادارې ودانۍ نه لري، د دغه ولايت څه کم درې سوه ښوونځي فعال دي، خو ودانۍ نه لري، د سړکونو په برخه کې چې د ژوند لومړی ضرورت دی، هېڅ نه دي شوي، تر اوسه د سرپل په ښار کې يو کيلومتر قير شوی سړک هم نه لرو.))
د هغه په وينا، د همدغو ستونزو د حل په موخه يې له تېرو لسو مياشتو جدي هڅې پيل کړې دي، چې تر دې دمه يې ځينو هڅو نتيجه هم ورکړې ده.
حقبين وويل، چې د بيارغونې او پراختيايي چارو د ترسره کېدو لپاره امنيت خورا اړين دی او دوی هڅه کوي، چې دغه اسانتيا برابره کړي.
نوموړي زياته کړه، چې د دوی او د امنيتي ارګانونو د ښې همغږۍ له امله له تېرو څو مياشتو امنيتي ستونزې په کمېدو دي.
د هغه په وينا، د سرپل او شبرغان لويه لاره خورا ناامنه وه، چې په دې وروستيو کې يې په اوږدو کې امنيتي پوستې جوړې شوې او په پوره توګه خوندي ده.
والي، همداراز د شيرم سيمې د نږدې دوه سوه د دولت مخالفينو، چې په تېرو کلونو کې دولت ته تسليم شوي وو؛ خو لا يې هم په دې تمه چې په سيمه ييزو پوليسو کې به جذبېږي، وسلې نه وې غورځولې.
نوموړي زياته کړه، چې دغه غير مسوول وسلوال نه يواځې دولت ته، بلکې عام ولس ته هم سرخوږی و او د بيارغونې او پراختيايي چارو پر وړاندې خنډ بلل کېدل.
د هغه په وينا، دوی د يادو کسانو لپاره د سيمه ييزو پوليسو سل کسيز تشکيل پر دولت ومانه او دغه خلک يو ځل بيا د خپلو وسلو اېښودو او د خلکو په خوښه د سيمه ييزو پوليسو په چوکاټ کې دندې ترسره کولو ته چمتو شول.
د سرپل والي په دغه ولايت کې د شوو کارونو په اړه وويل، د نفتو ګازو او د مسو د استخراج زمينه برابره شوې، چې د نورو ګټو ترڅنګ به په کې زرګونو عامو خلکو ته د کار زمينه برابره شي.
همدا راز ۲۵ ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې او له مزارشريف څخه د ازبکستان د برېښنا د غځولو په موخه د دغه ولايت په ساحه کې د ۶۲ کيلومتره واټن په اوږدو کې د برېښنا پايې لګول شوي، چې په ۴۰ کيلومتره واټن کې پرې د برېښنا مزي هم غځول شوي دي.
نوموړي همدارنګه د سړکونو د قير کولو د پيل شوو چارو په اړه وويل، چې د ولايت په مرکز کې يې ۱۶ کيلومتره سړک د قير کېدو چارې په نږدې موده کې پيلېږي.
د ولايت د مرکز او د سوزمه قلعې او سنچارک ولسواليو تر منځ د لويې لارې قير کېدل پيل شوي دي.
حقبين د دولتي ودانيو د جوړېدو په اړه وويل، چې د امريکا د ځانګړو قواوو په لګښت د ولايت مقام ودانۍ چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې، د بلخاب ولسوالۍ ودانۍ د جوړېدو په حال کې ده او د سنچارک او صياد ولسواليو د ودانيو د جوړېدو قرارداد د ترسره کېدو په حال کې دی.
نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې، چې لا هم په دغه ولايت کې پخواني غير مسوول وسلوال شتون لري؟ وويل، دوی داسې کوم راپور نه لري، چې غير مسوول وسلوال دې لا هم په دغه ولايت کې وي.
د هغه په وينا، ښايي له يو نيم کس سره له دې له امله چې د وسلې ټولونې (ډاياګ) پروسه جبري نه ده، وسلې شتون ولري؛ خو په ټوله کې دغه ولايت د غير مسوولو وسلوالو له ګواښ سره مخ نه دی.
خو د سرپل والي په دغه ولايت کې د دولتي ځمکو غصب تاييد کړ او ويې ويل، چې دوى يې پر وړاندې جدي هڅې پيل کړې دي.
نوموړي زياته کړه، چې د ولسمشر د ۴۵مې ګڼې فرمان له مخې، په دغه ولايت کې د غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو او د نوي غصب د مخنيوي په موخه يې کمېټه جوړه کړې، چې تر دې دمه يې چارو ښه نتيجه ورکړې ده.
د هغه په وينا، د دوی د شوي کار په نتيجه کې دا په ډاګه شوې، چې په دغه ولايت کې ۵۳۹ کسانو څه کم ۹۰ زره جريبه دولتي ځمکه غصب کړې ده.
حقبين وويل، دغه کمېته دنده لري، چې لومړی دغه کسان د غصب شوو دولتي ځمکو په بېرته پرېښودو قانع کړي، که چېرې څوک سرغړونه وکړي؛ نو د امنيتي ارګانونو په مرسته به قانون ته سپارل کېږي.
نوموړي په دولتي ادارو کې د اداري فساد له شتون څخه انکار ونه کړ؛ خو زياته يې کړه، چې دوی يې پر وړاندې جدي مبارزه کوي.
د هغه په وينا، په دې مبارزه کې بايد يوازې والي نه، بلکې د دغه ولايت د ولايتي شورا او ولسي جرګې وکيلان، عام خلک او لوړپوړي دولتي چارواکي هم برخه واخلي.
د سرپل والي وويل، چې لا هم د دغه ولايت ادارې مسلکي کدرونو ته اړتيا لري، چې چارې سمې او رڼې تر سره کړي.
نوموړي په دې برخه کې د اداري اصلاحاتو له کمېسيون څخه غوښتنه وکړه، چې سرپل ولايت ته مسلکی او رښتيني کارکوونکي ور وپېژني.