Language

په غزني کې دوه طالبان د ښځو په جاموکې ونيول شول

غزني ښار (پژواک ۲۴ سلواغه ۹۱) : امنيتي چارواکي وايي، چې د غزني په اب بند ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال دوه طالبان د ښځو په جامو کې نيول شوي او دوه وژل شوي دي.

د غزني امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمد حسين د سلواغلې په ٢٤ مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه عمليات نن سهار وخته د يادې ولسوالۍ د خان زمان خېلوپه سيمه کې ترسره شوي ، چې له وسلوالو سره په کې نښته هم شوې ده.

د هغه په وينا،د نښتې په ترڅ کې دوه وسلوال طالبان، چې يو په کې د اسد کوچي په نوم طالب قوماندان و او يو وسلوال وژل شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې د عملياتو پر مهال په يوه کور کې دوه طالبان د ښځو په جامو کې نيول شوي، چې يې ځانونه پټ کړي وو .

د امنيت امر په خبره، په دغو عملياتو کې ملي پوليسو، ملي اردو او د عامه نظم پوليسو برخه اخيستې وه، چې د دوى ځواکونواو ملکي کسانو ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

خو د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا دا ادعا ردوي او وايي، چې په اب بند ولسوالۍ کې هېڅ عمليات نه دي ترسره شوي او نه د دوى څوک وژل شوي او نيول شوي دي.