هرات ښار (پژواک ٢٤ سلواغه ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې په هرات کې د سرحدي پوليسو يوه افسر خپله پېغله لور وژلې او د ترور لور يې ټپې کړې، بلخوا په دغه ولايت کې يوه پوليس ځان وژنه کړې ده.
د هرات د ښاري څارنوالۍ مشر څارنمل ګل احمد رامش د سلواغې په ٢٤مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پېښه تېره ورځ ماښام مهال د هرات ښار په نواباد سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
د هغه په وينا، د سرحدي پوليسو ياد افسر نيول شوى او په لومړيو پلټنو کې يې ويلي، چې د ده د تېروتنې له امله دغه پېښه رامنځ ته شوې ده.
ياد افسر ويلي، چې ده خپل ټوپک پاکاوه او د تېروتنې له امله ترې ډزې وشوې او دا پېښه رامنځته شوه.
ګل احمد رامش وويل، چې وژل شوې پېغله ۲۱ کلنه او سږ کال کوژده شوې وه او ټپي شوې د ترور لور يې ۲۲ کلنه ده او واده يې کړى او دغه کور ته مېلمنه راغلې وه.
څارنوال وويل، چې ياد پوليس افسر په اصل کې د هرات د پښتون زرغون ولسوالۍ استوګن دى او پخوا د طالبانو په ليکو کې و، يو کال مخکې د سولې له پروسې سره يو ځاى او د سرحدي پوليسو په ليکو کې يې دنده واخيسته.
نوموړي د ټپي مېرمنې روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله او زياته يې کړه، چې پېښه تر څېړنو لاندې ده او ډول يې تر اوسه په کره توګه نه دى څرګند شوى.
دغه راز رامش وويل، چې تېره شپه د هرات ښار د ختيځې فرقې په سيمه کې د سرحدي پوليسو يو ٢٢ کلن سرتېري ځانوژنه کړې ده.
د ده په خبره، دغه سرتېري ځان په تومانچه ويشتى او ښايي په رواني ناروغى به اخته و، خو په اړه يې کره معلومات نه درلودل.
د هرات د امنيه قوماندانۍ يوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط دغه پېښه ومنله او زياته يې کړه، چې دوى هم يواځې په شفاهي ډول خبر شوي، خو په اړه يې څېړنې روانې دي.
د يادونې ده، دوه اونۍ مخکې هم د سرحدي پوليسو يوه افسر خپل درې کلن وراره وژلى و، خو پېښه سهوي بلل شوې وه.