اسعداباد (پژواک، ٢٤ سلواغه ٩١): د کونړ چارواکي وايي، د وسلوالو مخالفينو اتلس کسيزه ډله د سولې له پروسې سره يوځاى شوې ده.
د کونړ والي سيدفضل الله وحيدي نن پژواک خبري اژانس ته وويل، دا ډله چې د کونړ په اسمارو ولسوالۍ کې يې فعاليت کاوه، د ملي امنيت په هلوځلو له دولت سره يوځاى شوه.
ده زياته کړه، هغه وسلوال مخالفين چې د سولې له بهير سره يوځاى کېږي، د سولې شورا له لوري ورته د ژوندانه بېلابېلې اسانتياوې برابرېږي.
د يادې شوې وسلوالې ډلې مشر اسلام الدين، چې په حيدري شهرت لري، پژواک اژانس ته وويل: “له وسلوالو مخالفينو سره مې له نهو کالو راهيسې رابطه وه، خو اوس پوه شوم چې ترڅو به په خپلو کې سره يو بل وژنو.”
ده ژمنه وکړه، چې نور ملګري به يې هم د سولې له بهير سره يوځاى کېدو ته وهڅوي.
تراوسه پورې په کونړ کې د سولې له پروسې سره ١٥١ د دولت وسلوال مخالفين يوځای شوي دي.