Language

اوباما: په يو کال کې له افغانستانه ٣٤ زره سرتېري باسو

کابل (پژواک ٢٥ سلواغه ٩١): د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر بارک اوباما په خپله کلنۍ وينا کې وويل، چې د ۲۰۱۴ کال تر لومړيو به له افغانستان څخه خپل ۳۴ زره سرتېري وباسي.

دا مهال په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو شمېر ٦٦ زره تنو ته رسيږي او په پام کې ده، چې د ٢٠١٤ کال تر پايه په افغانستان کې د امريکا جګړه ييز ماموريت پاى ته ورسېږي.

په ۲۰۱۰ ميلادي کال کې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شمېر سلو زرو تنو ته رسېده.

اوباما د امريکا مشرانو جرګې ته په خپله کلنۍ وينا کې ونه ويل، چې له ٢٠١٤ کال وروسته به د امريکا څومره پوځيان په افغانستان کې پاتې شي.

سپينې ماڼۍ مخکې ويلي، چې په افغانستان کې د جګړه ييز ماموريت تر پاى ته رسېدو وروسته د شاوخوا نه زره امريکايي سرتېرو پاتې کېدل غوره ګڼي.

د افغان پوځ روزنه او ملاتړ د پاتې کېدونکو امريکايي پوځيانو دنده ښودل شوې ده.

بارک اوباما په خپله کلنۍ وينا کې د خپل هېواد د اقتصادي ودې د چکټيا ژمنه وکړه او ويې ويل ، چې د منځنۍ کچې دندې به رامنځته کړي.

د متحده ايالتونو ولسمشر زياته کړه، چې د امريکا اقتصادي وضعيت ته وده ورکول د امريکايانو دنده ده او د دغه هېواد د منځنۍ کچې خلکو اقتصادي وضعيت بايد ښه شي.

اوباما په خپله وينا کې وويل، چې متحده ايالتونه د ايران د اټومي هڅو د مخنيوي لپاره د هر ډول اړينو ګامونه اخيستو ته چمتو دي او ايراني چارواکي بايد پوه شي، چې د ډيپلوماتيکو خبرو لپاره همدا اوس ښه وخت دی.

ايران تل ويلي، چې اټومي فعاليتونه يې د سوله ييزو موخو لپاره دي.

Related Topics