جلال اباد (پژواک ٢٥ سلواغه ٩١): د ولسي جرګې لومړى مرستيال او د ننګرهار د خلکو استازي حاجي عبدالظاهر قدير هغه ټولې ادعاوې په کلکه رد کړې چې ګواکې نوموړي په سره رود ولسوالۍ کې د غاصبينو ملاتړ کوي.
نوموړي دغه څرګندونې د سلواغې په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وروسته له هغه وکړې چې د سره رود ولسوالۍ لسګونو کسانو ولایتي شورا ته په شکایت راغلي وو او ادعا یې کوله، چې حاجي ظاهر د ځمکو د غاصبینو ملاتړ کوي.
خو د ولسي جرګې مرستیال او د ننګرهار د خلکو استازي حاجي ظاهر وایي چې څو ورځې وړاندې د سره ردو ولسوالۍ له شپتو زيات سپين ږيري ته هم راغلي وو او د ځمکو د غصب شکایت یې کول.
هغه زیاته کړه : (( خلکو شکایت کاوه، چې قمر زما ن په نوم يوتن یې ځمکه غصب کړې، زه خو وکيل يې ما ته که هر څوک راځي ، خپلې ستونزې وایي او زه ورسره د یوه وکیل په توګه مرسته کوم.))
حاجي ظاهر وویل چې راغلیو سپین ږیرو شکایت کاوه، چې د سره رود په عظيم بانډه کې د قمر زمان په نوم يوه تن چې اصلاً د زابل اوسيدونکى دى ، د ١٥ جريبه ځمکې شرعي قباله لري، خواوس يې د خلکو او دولت په سلګونه جريبه ځمکه غصب کړې ده.
دى وايي چې د همدې موضوع د ښې څیړنې په خاطر له امنيه قومندان سره يوځاى سيمې ته ورغلى و.
خو د خوګياڼو يو شمير سپين ږيرو نن ولایتي شورا ته په شکایت ورغلي وو، ویل چې په سره رود ولسوالۍ کې د عثمان په نوم يوه کس د قمرزمان زابلي ځمکه چې په يوه خوګياڼي(ببرک) يې پلورلې وه، هڅه کوي په زوره یې ونیسي.
د خوګياڼو يو تن سپين ږيري ظابط ظاهر پژواک اژانس ته وويل چې ياده ځمکه د قمر زمان پلارنۍ ځمکه ده چې پر ببرک او خېرمحمد يې پلورلې.
دى وايي: ((حاجي ظاهر د دې خلکو ملاتړ وکړاو وسلوال کسان یې ورپسې وړي وو.))
ضابط زیاتوي چې د ولسي جرګې يو بل غړي اميرجان دولتزي دولتي ځمکې په خلکو پلورلې او په دغه مسئله کې هغه هم دخيل کس دى.
د خوګیاڼو یو بل سپین ږیري ډګروال ميرزمان هم ورته خبره کوي او وايي چې د ننګرهار امنيه قوماندانۍ پر ځاى د دې چې غاصبين ونیسي ، د دوى بې ګناه کسان يې بنديان کړي دي.
هغه زیاته کړه : ((امنيه قومانداني هم د حاجي ظاهر په اشاره کارونه کوي او بې ګناه خلک يې وهلي ډبولي يې دي))
دى وايي چې که د دوى غږ وانه ورېدل شي نو مجبور دي چې په لاريونونو پيل وکړي.
خو د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال معصوم خان هاشمي چې تېره ورځ د سره رود ولسوالۍ ته د همدې موضوع د حل په موخه ورغلی و، پژواک اژانس ته وویل چې قمر زمان او نورو ملګرو يې له ځانه سره وسله لرله او په سيمه کې يې پوستې جوړې کړې وې: هغه زیاته کړه : (( دوی خلکو په بلنداژونه جوړ کړي وو او اته کسان مو سره د وسلو نيولي دي))
د هاشمي په خبره چې د قمرزمان پلویانو پر پولیسو او مخالف لوري ډزې کړې وې چې له امله یې یوه ښځه وژل شوې ده.
د ده په خبره چې په ياده موضوع کې نه حاجي ظاهر قدير د چا پلوي کړی او نه هم دوى.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړى جاويد زمان وايي چې نن دخوګیاڼو یو شمیر اوسیدونکي په دې اړه ورته په شکایت راغلي وو.
نوموړي ادعا وکړه، چې د ولسي جرګې یوشمیر غړي د قمر زمان زابلي ځمکه غصب کړي او زیاته یې کړه دغه وکيلان غواړي خپله ګوندي وپالي خو د چا نوم یې وانخیست.
دى وايي چې نن يې د سپين ږيرو نيوکې او وړانديزونه اوريدلي او تر لوړپوړو چارواکو به يې ورسوي.
خو د ولسي جرګې غړي اميرجان دولتزي پژواک ته وويل چې ياده موضوع هېڅ د ده پورې تړاو نه لري. هغه زیاته کړه :((ما غصب نه دى کړى او که چا راباندې ثبوت کړ،زه همدا اوس تيار يم))
د ده په خبره چې دوى د ولس استازي دي او هر څوک چې شکايت ورته وکړي له مجبوريته به د هغوى سيمې ته ورځي او ستونزه به يې له نږدې نه څاري.
د ننګرهار د ولايتي شورا بل غړى ذبيح الله زمرى هم د خوګياڼو د اوسيدونکو او د ولايتي شورا د وکيل جاوېدزمان خبرې په کلکه ردوي، دى وايي چې قمر زمان د پنځلس جريبه ځمکې حق دار دى او غواړي چې غصب وکړي .
هغه زیاته کړه : ((دا خلک ورپسې راپورته شوي چې څومره دې حق کيږي هماغومره ځمکه ونيسه، خو قمر زمان او هغه اخيستونکو يې سلګونه جريبۀ ځمکه نيولې ده، نو دا غصب نه شو څۀ شو؟))
دى دا ادعا هم په کلکه ردوي چې ګواکې د ولسي جرګې لومړي مرستيال د غاصبينو مرسته کړې.